د چین بهرنیو چارو وزیر د کابل له درې اړخیزې ناستې وروسته اسلام اباد ته ځي

۱۱ ساعتونه مخکې

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پنجشنبې په ورځ د کابل له درې اړخیزې ناستې وروسته په اسلام باد کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږم ستراتیژیک ډیالوګ د ګډې مشرۍ لپاره پاکستان ته ځي.

نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه د زمري ۲۸مه په یوه اعلامیه کې وویل، چې دا لیدنه به د پاکستان او چین تر منځ د منظمې لوړې کچې ناسته وي او ستراتیژیکې همکارۍ به لا ژورې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې یاد سفر د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ د زیاتوالي یوه برخه هم ده، او د سیمه ییزې سولې، پرمختګ او ثبات لپاره د پاکستان او چین ګډې ژمنې بیا تاییدوي.

ټاکل شوې د چین د بهرنیو چارو وزیر ددغه هېواد له لوی درستیز عاصم منیر سره هم وګوري.

د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه سبا د چارشنبې په ورځ د زمري پر ۲۹مه په کابل کې ترسره شي.

سرچینو د زمري پر ۲۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې ناسته کې د بیجنګ ناستې د پرېکړو پر تعقیب، د ډیورنډ کرښې پر مدیریت، عملیاتي همغږۍ او ترهګرۍ ضد همکاریو پکې بحثونه کیږي.

د سرچینو په وینا، دغه ناسته د سیپک د امنیت او پراختیا او درې اړخیزو اقتصادي او سیاسي همکاریو په تړاو جوړیږي او د درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پکې ګډون کوي.

سرچینې وايي، چین او پاکستان هڅه کوي افغانستان د سیپیک په پروژه کې شامل شي او په دې توګه دې پروژې ته متوجې یولړ امنیتي ګواښونه کم شي.

په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي برخه اخلي.

پاکستان او چین په افغانستان کې له میشتو ترهګرو ډلو اندېښمن دي، چې وخت ناوخته د چین ګټې او د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

ددې ناستو یو هدف د خبرو اترو او سیاسي ډیالوګ له لارې د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ د امنیتي او سرحدي ناندریو اواری هم ګڼل کیږي، چې د ډیورنډ کرښې مدیریت، همغږي عملیات او د استخباراتي معلوماتو شریکول پکې شاملیږي.

د تېر کال په غبرګولي کې په بیجنګ ګې د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرېکړه وکړه، چې بله غونډه به په کابل کې کیږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل، چې د دې غونډې مهمه پایله دا وه چې افغانستان او پاکستان د ډیپلوماتیکو اړیکو د لوړولو څرګنده اراده وښوده او دواړو هېوادونو په اصولو کې موافقه وکړه چې ژر تر ژره به خپل استازي سره واستوي.

وانګ یي وویل، چین د دغه پرمختګ هرکلی کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره به مرسته جاري وساتي.

وانګ يي همداراز اعلان وکړ چې د چین د «یو کمربند، یوه لار» ستراتیژۍ لاندې به د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز چې ارزښت یې ۶۲ میلیارد ډالرو ته رسېږي، افغانستان ته هم وغځېږي.

نور خبرونه

رادیو