صالح له ننګرهاري ځوانانو وغوښتل چې د امان الله خان پر مزار ملي بیرغ و رپوي

۱۱ ساعتونه مخکې

د مخکیني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت د ننګرهار له ځوانانو وغوښتل چې د امان الله خان د مزار په انګړ کې دې د افغانستان درې رنګه بیرغ پورته کړي.

صالح د سې شنبې په ورځ د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو ۱۰۶ کلیزې په مناسبت پر طالبانو توندې نېوکې کړې او ویلې یې دي چې طالبان د راولپنډۍ د غوښتنې په اساس راپورته شوې ډله ده او ستراتیژي یې هم د راولپنډۍ تر واک لاندې ده.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي: «طالبان که څه هم هڅه کوي له ځان څخه بله څېره وښيي، خو خلک د هغوی له اصلي پېژند سره بلد دي. د هغوی بنسټ اېښودونکی نصیرالله بابر د بوتو د دورې د کورنیو چارو وزیر و، د هغوی پټن‌ځایونه د کوټې او پېښور د شورا په نومونو پېژندل کېږي او د هغوی اصلي ماهیت له هغه څه زیات نه دی چې د اکوره خټک د افغانستان ضد نصاب لرونکې مدرسې او د پاکستان نور مذهبي ـ جاسوسي مرکزونه یې تولیدوي.»

هغه زیاته کړه، نن ورځ د افغانستان د ازادۍ د مبارزینو مزارونه هم تر محدودیتونو لاندې دي او خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د هغوی پر مقبرو دوعاوې وکړي.

صالح وویل: «د ازادۍ د ترلاسه کولو لپاره، لومړی باید د طالبانو په پېژندلو او له منځه وړلو فکر وشي.»

نور خبرونه

رادیو