خلیلزاد: پخواني افغان مشران او واکمنان د خپلو تېروتنو د بیا تکرار هڅه کوي

۱۱ ساعتونه مخکې

د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ بېرته اخېستلو ورځې په مناسبت ویلي چې که څه هم هېواد نسبي امنیت او پرمختګونه تجربه کوي، خو افغانان لا هم له اقتصادي ستونزو، د نجونو پر زده‌کړو بندیزونو او د پخوانیو واکمنانو د تېروتنو د تکرار ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د امریکا دغه پخواني ځانګړي استازي ټینګار کړی چې د افغانستان اوسنی حالت یوازې په امنیت نه ارزول کېږي.

نوموړي پر ایکس لیکلي چې له څو لسیزو جګړو وروسته، اوس زیات امنیت شته، او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې پرمختګ شوی، خو لاهم د نجونو او ځوانو ښځو لپاره دولتي لیسې او پوهنتونونه تړل شوي، پخواني مشران او واکمنان، چې د تېرو شلو کلونو له سترو فرصتونو څخه یې ګټه وانخیسته، هڅه کوي خپلې تېروتنې بیا تکرار کړي.

د خلیلزاد په باور، د دغو ننګونو د حل یوازینۍ لار د فکري بدلون راوستل دي.

هغه پوښتنه کړې چې «ایا افغانان دا توان لري چې له دغو ننګونو سره مقابله وکړي؟»

په ځواب کې خلیلزاد ټینګار کړی: «زه باور لرم چې لري یې او زه هیله او دعا لرم چې بریالي شي.»

خلیلزاد چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د افغانستان سیاست کې مهمه څېره ګڼل کېږي، د دوحې خبرو اترو د بهیر او پایلو له امله د افغانانو تر نیوکو لاندې دی.

نور خبرونه

رادیو