سپنتا: نن پر افغانستان تر ټولو ارتجاعي او بدوي ځواکونه حکومت کوي

۱۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت ویلي، چې پر افغانستان نن تر ټولو ارتجاعي او بدوي ځواکونه حکومت کوي.

سپنتا وايي، «د ملي دولت جوړونې په بهیر کې یوازې او یوازې د یوې لسیزې په موده کې (له ۱۲۹۸ څخه تر ۱۳۰۸ل کال پورې) افغانستان بشپړه سیاسي خپلواکي لرله.

رنګین دادفر سپنتا پر خپل اېکس لیکلي، « د شاه امان‌الله خان او د هغه د ملګرو په مشرۍ د پرمختګ او نو‌پالنې دوره د یوه داسې هېواد د ویاړ پېر و، چې نن ورځ پرې تر ټولو ارتجاعي او بدوي ځواکونه واکمني کوي».

نور خبرونه

رادیو