په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي د خپلې ډلې د بیا واکمنۍ څلورمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې د دوی شل کلنه مبارزه د کوم ځانګړي هېواد، تمدن او یا قوم پر وړاندې نه وه؛ بلکې د هغو پر ضد وه چې افغانستان یې «اشغال» کړی و.
نوموړي ویلي، چې اوس د جګړې فصل پای ته رسېدلی او باید د اړیکو نوې پاڼه پرانیستل شي.
د هغه په خبره: «د خپل وطن د ازادۍ او د خپلو ارزښتونو او ویاړونو سره سم د ژوند کولو مبارزه د هر ملت فطري، بشري او اسلامي حق دی.» هغه زیاته کړې، اوس باید د تحمیل او جبر پرځای هڅه وشي چې د دوی له حکومت سره د تعامل او پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې وپالل شي.
په ورته وخت کې د چین په سفارت کې د نمانځغونډې پرمهال د امریکا د حضور او د دوی د وتلو په اړه جوړ شوی مستند فلم هم نندارې ته وړاندې شوی.
په چین کې د طالبانو د سفارت د معلوماتو له مخې؛ په یادې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، ډېپلوماټانو، د کوربه هېواد چارواکو، ځینو اکاډیمیکو شخصیتونو، افغان سوداګرو او زدهکړیالانو ګډون کړی و.