په کلفورنيا کې سلګونه افغانانو د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۶مه کلیزه ونمانځله

پرون

د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت دغه غونډه د کلفورنیا ایالت په سټاکټن ښار کې جوړه شوې وه، چې په‌کې شاعرانو، مدني او ټولنیزو فعالانو، ځینو مشهورو سندرغاړو، مېرمنو او سلګونه نورو افغانانو برخه اخیستې وه.

غونډه د افغانستان د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه او بیا ګڼو ویناوالو د افغانستان د خپلواکۍ او د غازي امان الله خان په سرښندونو خبرې وکړې. ټولنیز فعال حسیب ځواک د خپلو خبرو په یوې برخه کې وویل، افغانان که د نړۍ په هر ګوټ کې وي؛ ملي ارزښتونه ورته مهم دي او په ټول توان یې پالي.

په ورته وخت کې په یاده غونډه کې سندرغاړو لکه هارون باچا او ګودر ځايي د وطني او ملي سندرو په ویلو سره د ګډونوالو وطني جذبې او ولولې راوپارولې. د غونډې تالار د افغانستان په درې رنګه ملي بېرغ رنګین شوی و.

په ورته وخت کې یو شمېر افغانانو په اسټرالیا کې هم د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۶مه کلیزه نمانځلې ده. په یاده غونډه کې هم سلګونه افغانانو ګډون کړی و او د خپلواکۍ په ارزښت یې خبرې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو