د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د ازبکستان د انرژۍ وزارت اړوند شرکتونو سره یې د ۲۴۳مېلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د لېږد او سب سټېشنونو د جوړولو څلور بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي دي.
د یکشنبې په ورځ د (زمري ۲۶مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تړونونه د ارغندي سب سټېشن او ننګرهار کې د شیخ مصري سب سټېشن پراختیا او د سرخان الوان دښتې د ۵۰۰کېلو ولټه برېښنا مزو د غځولو په برخه کې شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د طالبانو رییس ډاکټر عبدالباري عمر په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې وویل: «۵۰۰کېلو ولټه مزی به پر مزار شریف راتېرېږي، بیا پلخمري، کابل او بیا ننګرهار ته غځېږي. په دې لاره کې د درېیو سب سټېشنونو د ظرفیت لوړوالی او جوړول هم شامل دي.» نوموړی زیاتوي، چې په دې پروژه کې به له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰مېګاواټه پورې برېښنا له ازبکستان هېواد څخه ترلاسه شي.
د هغه په وینا: «په پایله کې به یې صنعتي پارکونه ډېر پرمختګ وکړي او په ځانګړې توګه هغه پارکونه چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې دي.» هممهاله طالبانو خبر ورکړی، چې د عزیزي ګروپ له لوري د ۱۰زره مېګاواټه تولیدي برېښنا د ژمنې په لړ کې د دغه پروژې لومړنۍ چارې په هرات ولایت کې عملا مخ په پیلېدو دي.
افغانستان په کور دننه په پراخه کچه تولیدي برېښنا نهلري او ډېره تکیه یې د ازبکستان تر څنګ له ترکمنستان څخه پر وارداتي برېښنا ده. طالبانو د خپلې بیا ځل واکمنۍ له لومړۍ ورځو څخه همدا ژمنې کړې دي، چې د تولیدي برېښنا په برخه کې جدي اقدامات کوي؛ خو دا خبرې یې یوازې شعار پاتې شوې او هره ورځ د وارداتي برېښنا په برخه کې پر فعالیتونو او پراختیا هڅې کوي.
باورونه دا دي، چې له ازبکستان او ترکمنستان څخه افغانستان ته واردېدونکې برېښنا په لوړه بیه تمامېږي او که په کور دننه د تولیدي برېښنا په برخه کې اقدامات وشي؛ نو دا ستونزه به ورسره تر ډېرې کچې هواره شي او هېواد به هم پر ځان بسیا شي.