امریکا د غزې اوسېدونکو ته د ویزو د ورکولو بهیر ځنډولی دی

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۶

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د یوې «بشپړې او هر اړخیزې ارزونې» تر ترسره کېدو پورې د غزې اوسېدونکو ته د (بي یو او بي دوه) د سفر ویزې نه ورکول کېږي. دا اقدام د فلسطین پلوه ډلو له خوا له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) وویل، چې په وروستیو ورځو کې یوازې یو محدود شمېر بشردوستانه ویزې د طبي اړتیاوو لپاره صادرې شوې دي؛ خو دقیق شمېر یې نه دی ورکړی.

د دې وزارت په وېب‌ پاڼه کې د خپرو شویو میاشتینيو احصایو د تحلیل له مخې، امریکا سږ کال د فسلطین ادارې له خوا د سفر اسناد لرونکو ته صادر شوي د طبي درملنې لپاره له ۳۸۰۰ څخه ډېرې د بي‌ یو او بي دوه ویزې صادرې کړې دي.

د فلسطین اداره د لوېدیځې غاړې او غزې تړانګې اوسېدونکو ته دا ډول د سفر اسناد ورکوي.

دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د افراطي ښي اړخو فعاله او د ډونالډ ټرمپ پلوې لورا لوومر د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ادعا وکړه، چې فلسطیني کډوال روانه میاشت امریکا ته داخل شوي دي.

د هغې څرګندونو د ځینو جمهوري غوښتونکو د ټګزاس استازي چیپ روی او د فلوریډا د استازي رنډي فایڼ غبرګونونه پارولي.

چیپ روی وویل، چې دی به دا موضوع وڅېړي او رنډي فایڼ دا وضعیت «د ملي امنیت لپاره خطر» وباله.

د امریکا-اسلامي اړیکو شورا د غزې اوسېدونکو لپاره د ویزې ځنډول وغندل او دا یې د ټرمپ ادارې له خوا د «قصدي ظلم» یوه بله نښه وبلله.

د فلسطیني ماشومانو د مرستې صندوق هم خبرداری ورکړی، چې دا پرېکړه به د غزې د ناروغو او ټپي ماشومانو لپاره امریکا ته د درملنې لاس‌رسی بند کړي.

د امریکا حکومت لا تر اوسه نه‌ دي ویلي، چې له جګړې تښتېدلي فلسطینیان به ومني او که نه.

خو ځینو سرچینو رویټرز ته ویلي، چې سوېلي سوډان او اسراییل د فلسطینیانو د بیا مېشتېدو په اړه د یوه پلان پر سر خبرې کوي.

نور خبرونه

رادیو