د ملګر ملتونو جګپوړې کارپوهه: اسراییل هڅه کوي غزه د ژوندکولو ځای ونه اوسي

۱ ساعت مخکې

د فلسطینیانو د حقونو لپاره د ملګرو ملتونو لوړپوړې کارپوهې فرانسسکا البانیز ویلي چې اسراییل پر غزې د بریدونو له لارې هڅه کوي دغه ښار له ژونده وباسي.

البانیز په جینوا کې یوې خبري ناستې ته وویل چې اسراییل هڅه کوي فلسطینیان په زور ولېږدوي.

البانیز په جینوا کې یوې خبري ناستې ته وویل: «اسراییل هڅه کوي فلسطینیان په زور انتقال کړي. ولې؟ ځکه دا د غزې وروستۍ برخه ده چې له قومي تصفیې وړاندې باید د اوسېدو لپاره نامناسبه شي».

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل دایمي ماموریت د البانیز څرګندونې رد کړې.

البانیز، چې د ایټالیا حقوقپوهه ده، د نیول شویو فلسطیني سیمو د بشري حقونو لپاره ځانګړې راپور ورکوونکې ده.

نور خبرونه

رادیو