د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ په بیت المقدس کې پر قطر غږ وکړ چې د غزې د جګړې په اواري کې خپله رغنده ونډه روانه وساتي. د هغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د عربي هېوادونو مشران په دوحه کې د اسراییل د بریدونو پر وړاندې راټول شوي دي.
قطر، چې د امریکا نږدې متحد دی او د اسراییل او حماس ترمنځ د منځګړیتوب هڅې یې هم کړي، تېره اونۍ د هغه برید له امله سخت غوسه دی، چې په پلازمېنه دوحه کې د حماس پر مشرانو وشو.
روبیو د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، قطر کولی شي د ۴۸ اسیرانو په خوشې کولو، د حماس په بېوسلې کولو او د غزې د خلکو د لا ښه راتلونکي په جوړولو کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه: «موږ به قطر دې ته هڅوو چې په رغنده ډول خپله ونډه روانه وساتي.»
نتنیاهو بیا څرګنده کړه، چې د دوحې برید له پراخې نړیوالې غندنې سره سره، دی د حماس پر مشرانو د نورو بریدونو احتمال نه ردوي.