بریتانیا او امریکا د ټکنالوژۍ او انرژۍ ستر تړونونه لاسلیکوي

۲ ساعتونه مخکې

د امریکا او بریتانیا حکومتونه به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رسمي سفر پر مهال د ټکنالوژۍ او ملکي اټومي انرژۍ په اړه مهم تړونونه اعلان کړي. په همدې حال کې لندن هڅه کوي له واشنګټن سره د فولادو او المونیمو د تعرفو پر ټیټولو خبرې وروستۍ کړي.

ټرمپ او د هغه مېرمن میلانیا ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ د برېتانوي شاهي مراسمو په ځانګړو تشریفاتو کې ګډون وکړي، چې د بګۍ کاروان، دولتي مېلمستیا، د پوځي الوتکو الوتنې او د توپونو ډزې پکې شاملې دي.

د بریتانیا حکومت هیله لري چې د شاهي کورنۍ د تشریفاتي ډېپلوماسۍ له لارې د ټرمپ پام ځانته واړوي، څو د دواړو هېوادونو د دفاع، امنیت او انرژۍ اړیکې لا پیاوړې شي.

لومړی وزیر کېیر سټارمر به د پنجشنبې په ورځ ټرمپ د چیکرز استوګنځي ته وبولي، څو د اوکراین په څېر نړیوالو مسایلو او د فولادو او المونیمو پر تعرفو د خبرو ترڅنګ، د ټکنالوژۍ او انرژۍ تړونونه هم اعلان کړي.

د سټارمر د ویاند په وینا، دواړه هېوادونه به «د نړۍ مخکښ ټکنالوژيکي شراکت» لاسلیک کړي او په میلیاردونو ډالرو تړونونه به د کوچنیو اټومي پروژو د پراختیا لپاره وشي، چې ځینې یې د مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي مرکزونو برېښنا پوره کولو ته ځانګړي دي.

خپله سټارمر ویلي: «د بریتانیا او امریکا اړیکې د نړۍ تر ټولو پیاوړې اړیکې دي او دا اونۍ موږ په دې اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزو.»

سټارمر لومړنی نړیوال مشر و چې له ټرمپ سره یې د تعرفو د کمولو اقتصادي تړون لاسلیک کړ.

د موټرو پر تعرفو وروستۍ پرېکړه په جون کې شوې وه، خو د فولادو او المونیمو تړون لا بشپړ شوی نه دی.

نور خبرونه

رادیو