امریکا او چین د «ټیک ‌ټاک» د ملکیت پر سر نوې هوکړې ته رسېدلي

۴ ساعتونه مخکې

د امریکا او چین چارواکي وايي، دوی یوې چوکاټي هوکړې ته رسېدلي، چې له مخې به یې د ټیک‌ټاک ټولنیزه شبکه «د امریکا تر کنټرول لاندې مالکیت» ته ولېږدول شي. ټاکل شوې دغه هوکړه د جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې تایید شي.

ټیک‌ ټاک له دې ګواښ سره مخامخ و، چې که چینایی شرکت بایټ ډانس د خپلې ونډې پلورلو ته غاړه کېنږدي د سپټمبر تر ۱۷مې وروسته به په امریکا کې وتړل شي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ ویلي چې ښايي د معاملې د بشپړېدو لپاره د ضرب‌الاجل نېټه وغځول شي.

هغه زیاته کړه: «موږ د معاملې سوداګریز جزییات نه بربنډوو، ځکه دا د دوو خصوصي لوریو ترمنځ تړون دی، خو دواړه لوري پر تجارتي شرایطو هوکړې ته رسېدلي دي.»

دغه خبرې اترې، چې په ماډریډ کې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په سانتا کروز ماڼۍ کې ترسره شوې، د څلورو میاشتو په ترڅ کې د امریکا-چین د سوداګریزو اختلافاتو او د ټیک‌ټاک د ملکیت پر سر خبرو، څلورمه ناسته وه.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ د دې هوکړې ستاینه وکړه او په خپله ټولنیزه رسنۍ «ټروت سوشیل» کې یې ولیکل:«په اروپا کې د امریکا او چین ترمنځ سترې سوداګریزې خبرې ډېرې ښې پرمخ تللې، ډېر ژر به پای ته ورسېږي. د یوې کمپنۍ په اړه هم معامله وشوه، چې زموږ د هېواد ځوانانو یې خوندي کېدل غوښتل، هغوی به ډېر خوشاله شي. زه به د جمعې په ورځ له ولسمشر شي سره خبرې وکړم، زموږ اړیکې لا هم ډېرې پیاوړې دي».

ځینې امریکایي چارواکو مخکې ویلي و، چې که چین د تعرفو په برخه کې له خپلو غوښتنو لاس وانخلي او د ټکنالوژۍ محدودیتونو ته غاړه کېنږدي، نو واشنګټن به د ټیک‌ ټاک د بندولو ګواښ عملي کړي.

بیجینګ بیا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکایي ټیکنالوژۍ د لوی شرکت انوېډیا پر ضد یې د انحصار ضد هڅو لومړنۍ څېړنه پیل کړې.

نور خبرونه

رادیو