د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون وایي: «هېڅ هېواد نه شي کولای د خپلو ځمکو له لاسه ورکول ومني، پرته له دې چې د پاتې سیمو لپاره امنیتي تضمینونه ولري.»
هغه زیاته کړه: «که نن کمزوري واوسو، سبا به درنه بیه پرې کوو… که اروپا غواړي ازاد او خپلواک وي، باید ځواکمنه وي او خلک باید له موږ څخه ووېرېږي.»
نوموړي همداراز ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سولې په هڅه کې نه دی.
د فرانسې ولسمشر د واشنګټن له غونډې مخکې د اوکراین د جګړې د راتلونکي په اړه وویل: «ایا فکر کوئ چې پوتین د سولې غوښتونکی دی؟ زما په نظر، ځواب منفي دی.»
مکرون ټینګار وکړ، چې د روسیې پروړاندې د ضعف ښودل کولی شي د راتلونکو شخړو لامل شي.
نوموړي د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي او د دې هېواد لپاره د څرګندو امنیتي تضمینونو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «اوکراین باید د خپل راتلونکي په اړه په هر ډول خبرو کې ګډون ولري. موږ د اوکراین لپاره د پیاوړې او تلپاتې سولې غوښتونکي یو.» هغه د واشنګټن له خبرو مخکې اوسنی وضعیت «ډېر جدي، نه یوازې د اوکراین لپاره، بلکې د اروپا لپاره» وبلل.