رویټرز خبري اژانس شنبه (د زمري ۲۵مه) لیکلي، ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل، باید اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره له روسیې سره جوړجاړی وکړي. پوتین د امریکا ولسمشر ته ویلي چې اوکراین باید روسیې ته یو شمېر سیمې ور وسپاري.
ټرمپ له پوتین سره د الاسکا تر غونډې وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته ویلي، که اوکراین د دونتیسک ټولې سیمې روسیې ته وروسپاري، دی به جګړه ودروي.
خو زیلینسکي دا غوښتنه رد کړه او ویې ویل: «دوژنو درول د جګړې درولو لومړی پړاو دی». ټرمپ پر خپل ټروت سوشل ولیکل: «تر ټولو ښه لاره د سولې تړون دی، نه یوازې اوربند، ځکه ډېر وختونه داسې شوي چې اوبند دوام نه کوي».
ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي: «زه فکر کوم موږ له روسیې سره جوړجاړي ته نږدې شوي یو. اوکراین باید دې جوړجاړي ته غاړه کېږدي، خو دا هم کېدای شي چې و یې نه مني».
پوتین د زیلینسکي په اړه څه نه دي ويلي، خو په الاسکا کې د خبرو په اړه یې د ټرمپ دریځ وستایه.