ایران په جبري توګه د غزې د اوسېدونکو د کډه کېدو پرېکړه وغندله

۱ ساعت مخکې

ایران د اسرییل هغه پرېکړه چې د غزې اوسېدونکي به د دغه ښار سوېلي سیمو ته په جبري توګه ولېږدوي، جنګي جنایت ګڼلې او په کلکه یې غندلې ده او همداراز یې له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د اسراییل د دغه جنایت پر وړاندې ودرېږي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په جبري توګه د غزې تخلیه، له نږدې دوو کلونو د دغه ښار بمباروَنه او له پنځو میاشتو راهیسې د دغه ښار د کلابندۍ او له لوږې سره یې د اوسېدونکو مخ کول بشري ضد جنایت او جنګي جنایت بلل کېږي او موخه یې هم د فلسطیني نسل د وژنې طرحې بشپړول او د فلسطین او ملت محوه کول دي.

د اعلامیې له مخې، د اسراییل په دغه جنایت کې امریکا او ځینې اروپايي هېوادونه هم ښکېل دي او د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا له نیوکې سربېره ویلي، چې دغه شورا هم د اسراییل د تحرکاتو پر وړاندې چوپه خوله ده.

اعلامیه کاږي، له غزې په جبري توګه د فلسطینیانو اېستنه د بنیامین نتنیاهو له لوري د «لوی اسراییل» د جوړونې چې پکې د عربي هېوادونه ځينې سیمې هم شامل دي، د طرحې د بشپړولو هڅه ده او د اسراییل دغه چاره یې د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼلې ده.

ایران د غزې د تخلیه کېدو په برخه کې د اسراییل طرحه یوه توطیه ګڼي او د اسراییل پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو د بېړني اقداماتو پر اړتیا ټينګار لري او په وینا یې که چېرې یې مخه ونه نیول شي، نو اسراییل به خپلو دغه ډول جنایتونو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، اسراییلي پوځ ویلي چې له یکشنبې ورځې وروسته به د غزې اوسېدونکو ته خېمې او د اوسېدو نور وسایل ورکړل شي، چې هغوی له جنګي سیمو څخه په خوندي ډول د غزې سوېلي برخو ته ولېږدول شي.

خو فلسطیني ډلو دغه پلان غندلی دی او د اسلامي جهاد ډلې بیا ویلي، چې دا کار د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض دی.

نور خبرونه

رادیو