اسرايیلي پوځ د حوثیانو د برېښنا یو تولیدي مرکز په نښه کړی

۱۱ ساعتونه مخکې

رويټرز خبري اژانس (د زمري ۲۶مه) لیکلي، چې د یمن پایتخت صنعا سویل پلو ته یې د «حزیز» په نوم د برېښنا تولیدلو یو سټېشن په نښه کړي دي. د حوثیانو «المسیره» ټلوېزیون ویلي، چې د دې سټېشن څو ماشینونه ویجاړ شوي، خو اور مړ شوی دی.

دا برید د حوثیانو له خوا د پرلپسې توغندیو او بې پېلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې شوی دی.

د صنعا اوسېدونکو لږ تر لږه د دوو چاودنو غږونه اورېدلي دي. حوثیان وايي، دا بریدونه یې د غزې د جګړې پر مهال د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره کړي دي. حوثیان هغه ډله ده چې د ایران ملاتړ ورسره دی.

نور خبرونه

رادیو