رویټرز خبري اژانس یکشنبه د (زمري ۲۶مه) لیکلي چې د اندونیزیا پایتخت جاکارتا کې سهار مهال زلزلزلې لسګونه کسان ټپیان کړي دي. د یاد هېواد د طبيعي افتونو ملي ادارې ويلي، چې دا زلزله د جاکارتا سولاويسي په مرکزي برخه کې شوې، چې شدت یې د ريښتر په کچه شپږ اعشاریه صفر درجې و.
د سرچینې له مخې، دا زلزله چې د ۱۰ کیلومتره په ژوروالي رامنځته شوې، د پوزو په سیمه کې حس شوې او شاوخوا سیمې یې هم لړزولي دي. په دې زلزله کې ۲۹ کسان ټپیان شوي، چې د ۲ ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
اندونیزیا د (اور کړۍ) پر سیمه پروت هېواد دی. په دې سیمه کې د ځمکې د کرسټ بېلابېل پلېټونه سره یوځای کېږي،چې د سختو زلزلو لامل کېږي.