په اسراییل کې زرګونو کسانو د غزې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې

۳ ساعتونه مخکې

په اسراییل کې زرګونو کسانو د خپلو اسیرانو د خلاصون او غزې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې، خو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، د خطر له منځه وړو لپاره اړینه ده، چې ماموریت بشپړ شي او د فلسطین وسله واله ډله ماته شي.

په اسراییل کې د یکشنبې په سهار زرګونه مظاهره‌چیان د یو عمومي کاربندیز په ترڅ کې چې د تښتول شویو کسانو د کورنیو او د جګړې قربانیانو د خپلوانو له خوا اعلان شوی و، کوڅو او لارو ته راووتل. دوی د جګړې د پای ته رسېدو او د ټولو اسیرانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

پولیسو وویل، د ماسپښین تر وخت پورې یې له ۳۰ زیات مظاهره‌چیان نیولي، ځکه فعالانو سړکونه بند کړي وو او ځینو ځایونو کې له پولیسو سره چې غوښتل یې لارې پرانیزي، نښتې شوې. پولیسو په ځینو سیمو کې پر لاریون کوونکو اوبه شیندلې دي.

د مظاهرې غوښتنه «د اکتوبر شورا» کړې چې د۲۰۲۳کال د د اکتوبر د اوومې برید قربانیان او د هغوی کورنۍ پکې شاملې دي. دوی د حکومت د وروستۍ پرېکړې پر ضد راپورته شوي چې غواړي غزه ښار په پوځي ډول ونیسي.

د ورځنیو فعالیتونو اصلي ځای د تل‌ابیب د اسیرانو څلورلارې وه، چې د ولسمشر اسحاق هرتزوګ په ګډون ګڼ چارواکي او د اسیرانو کورنۍ پکې راټولې وې. هرتزوګ وویل: «هیڅ اسراییلی نشته چې زموږ وروڼه او خويندې بېرته کور ته نه غواړي».

هرتزوګ په انګلیسي کې پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې پر حماس فشار زیات کړي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ادعا وکړه چې دغه اعتصاب له حماس سره اوربند ته رسېدل ستونزمنوي او د اسیرانو د تبادلې احتمال لرې کوي.

نتنیاهو د وزیرانو د کابینې په غونډه کې وویل، « هغه کسان چې د حماس له ماتولو پرته نن د جګړې د پای غوښتنه کوي، د حماس دریځ ټینګوي، د اسیرانو د خوشې کېدو لاره بندوي او دا ډاډمنوي، چې د اکتوبر د اوومې پېښې به بیا تکرار شي».

هغه ټینګار کړی، چې د اسیرانو د خلاصون او د غزې د خطر له منځه وړو لپاره «ضروري ده چې ماموریت بشپړ شي او حماس مات کړل شي».

خو د اسیرانو کورنیو غبرګون ښودلی او لومړی وزیر یې تورن کړی چې خلکو ته یې دروغ ویلي او څو هغه معاملې یې رد کړې دي، چې ممکن د اسیرانو د خوشې کېدو سبب شوې وای.

نور خبرونه

رادیو