روسیه وايي چې د اوکراین ۳۰۰ ډرون الوتکې یې را غورځولې دي

۵ ساعتونه مخکې

د روسیې دفاع وزارت ادعا کړز، چې۳۰۰ اوکرایني ډرونونه یې راغورځولي او د ساپسان توغندیو زېرمې یې ویشتلې دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، په دونڅک سیمه کې یې ښه پوځي دریځونه خپل کړي، خو اوکراینۍ نقشې ښيي چې اوکرایني ځواکونو د روسانو پرمختګ مهار کړی دی.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، د دونڅک په سیمه کې د زولوتيي کولوډیاز په نوم مېشت ځای ترڅنګ یې ښه پوځي دریځونه خپل کړي، خو اوکراینۍ نقشې ښيي چې اوکرایني ځواکونو د روسانو پرمختګ مهار کړی دی.

د روسیې دفاع وزارت زیاته کړې چې د جګړه ییزو الوتکو، ډرونونو او توغندیو په وسیله یې د ساپسان توغندیو زېرمې په نښه کړې دي.

وزارت ویلي: «د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا څلور هدایت شوي هوايي بمونه او ۳۰۰ بې‌ پیلوټه الوتکې راغورځول شوې دي».

نور خبرونه

رادیو