رویټرز راپور ورکړی، چې یو شمېر بهرنيو جنګیاليو د سوریې له نوي اسلامي حکومت څخه د دې هېواد د تابعیت غوښتنه کړې ده. دوی استدلال کوي، چې د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د رژیم په نسکورولو او د نوي حکومت په جوړولو کې یې مرسته کړې ده.
د بهرنیو جنګیالیو برخلیک د حیات التحریر الشام له واک ته رسېدو را وروسته یوه جدي مسله ګرځېدلې، ځکه ډېر لږ هېوادونه چمتو دي چې دغه افراطي کسان بېرته ومني.
ځیني سوریایان هم د دوی له شتون سره اندېښنه لري.
ډېری دا جنګیالي او د دوی کورنۍ له مرستندویه کارکوونکو او خبریالانو سره چې د یاغیانو سره یوځای شوي د هویت معتبر اسناد نه لري.
یو شمېر یې خپل اصلي تابعیت له لاسه ورکړی او له دې وېرېږي چې که بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي، هلته به یا له اوږدمهاله بند یا ان اعدام سره مخ شي.
خو د سوریې تابعیت ورکړه کولای شي چې د سوریایانو او بهرنیو حکومتونو لپاره ستونزې جوړې کړي، هغه هېوادونه چې نوی حکومت هڅه کوي د هغوی ملاتړ جلب کړي.
دا غوښتنه چې د پنجشنبې په ورځ د سوریې د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوې او رویټرز هم تر لاسه کړې، استدلال کوي چې خلکو ته باید تابعیت ورکړل شي ترڅو دوی مېشت شي، ځمکه ولري او ان سفر وکړي.
په لیک کې راغلي: «موږ یو ځای ډوډۍ ووېشله، غم مو شریک کړ او د سوریې د ازاد او عادلانه راتلونکې لپاره مو یو ځای هیله درلوده، خو زموږ لپاره وضعیت لا هم نامعلوم دی.»
همداراز په لیک کې ویل شوي: «موږ د سوریې له رهبرۍ څخه په درناوي غواړو، چې په ورورۍ او د ژور فکر له مخې، موږ ته د سوریې بشپړ تابعیت او د سوری پاسپورټ اخیستو حق راکړي.»
د واک له ترلاسه کولو وروسته په لومړنیو اوونیو کې د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمد الشرع ویلي وو، چې بهرني جنګیالي او د هغوی کورنیو ته ممکن د سوریې تابعیت ورکړل شي؛ خو د داسې اقدام په اړه کوم عام راپور نه دی ورکړل شوی.