سي‌اېن‌اېن: د ټرمپ او پوتین د لیدنې محتوا اروپايي چارواکو ته چندانې هیله بښونکې نه وه

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۵

سي‌اېن‌اېن خبري شبکې ویلي، د امریکا د ولسمشر له لوري د اروپايي ټولنې چارواکو ته د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتين سره د لیدنې په تړاو د معلوماتو ورکړه د اروپايي ټولنې چارواکو ته چندانې هیله بښونکې نه وه.

د دغې خبري شبکې د راپور له مخې، په مجموعي ډول د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین تر منځ د جمعې ورځې د لیدنې معلوماتو د اروپايي چارواکو په منځ کې چندانې هیله مندي نه ده رامنځته کړې، خو دغې لیدنې ته د اروپايي ټولنې د مشرانو علني ځوابونه داسې تنظیم شوي وو چې د ټرمپ له لیدلوري سره په تضاد کې نه وي.

سپینې ماڼۍ د ټرمپ او پوتین تر منځ د لیدنې د جزییاتو په تړاو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو ټرمپ په یوې مرکه کې ویلي، ښه دا ده چې د دغې لیدنې جزییات همداسې خصوصي پاتې شي.

د اروپايي ټولنې مشرانو ویلي، د مسکو او کېیف تر منځ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته ټرمپ اوکراین ته د امریکا د امینتي تضمینونو ورکړې ته لېوالتیا ښودلې، خو د جزییاتو په تړاو یې څه نه دي ویل شوي.

د اروپايي ټولنې د چارواکو په وینا، د روسیې ولسمشر د امریکا له ولسمشر سره په کابو ۳ ساعته لیدنه کې له اوکراین سره د «ځمکې د مبادلې» په تړاو خپلې غوښتنې په ډاګه کړي او زیاته کړې یې ده، چې اوکراین باید دونباس سیمه مسکو ته وسپاري.

د دغې معاملې په صورت کې ولادیمیر پوتین ویلي، په پاتې اوکراین لکه په خرسون او زاپوریژیا سیمو کې د جګړې لومړۍ کرښې ثابتې وساتي او همداراز یې ژمنه کړې، چې تر دې وروسته به پر اوکراین او اروپايي هېوادونو برید ونه کړي.

له دې سره سم، پوتین په اوکراین کې د جګړې د لاملونو په تړاو شاتګ نه دی کړی. روسیه غواړي کېیف باید خپل نظامي ځواک راکم کړي او له ناټو سره د یو ځای کېدو خوب له سره وباسي.

د اروپايي ټولنې چارواکو همداراز ویلي، ټرمپ باوري دی که چېرې د پوتين شرایط ومنل شي نو کېدای شي په ډېرې چټکۍ سره یوې هوکړې ته ورسېږي او ټرمپ غواړي چې راتلونکې دوشنبه په سپینه ماڼۍ کې دغه موضوع د اوکراین له ولسمشر سره هم مطرح کړي.

نور خبرونه

رادیو