حقاني د اروپايي ټولنې شارژدافیرې سره د نشه يي توکو او انساني قاچاق د مخنیوي په اړه غږیدلی

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې سراج الدین حقاني او د اروپايي ټولنې شارژدافیره ویرونیکا بوسکوویچ د افغان کډوالو ملاتړ، بشري او روغتیايي مرستو دوام، مخدره موادو او انساني قاچاق د مخنیوي په اړه غږیدلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه لېدنه د شنبې په ورځ د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت کې شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په یاده لېدنه کې دواړو لوریو د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو، خوندي امنیت او د معتادینو د درملنې او روزنې په برخه کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو