د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې د اوربند په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د وړاندې شوې طرحې په اړه ویلي، چې تراوسه هېڅ هم وروستي شوي نه دي، خو اسراییل د دې طرحې د پرمخ وړلو لپاره د ټرمپ له ټیم سره په همکارۍ بوخت دی.
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د تلې په شپږمه نېټه لهه فاکسنیوز سره په مرکه کې وویل: «موږ اوس مهال د ولسمشر ټرمپ له ټیم سره د ۲۱ مادو پر تړون کار کوو. هیله لرو چې وکولای شو دا تړون په بریالیتوب سره پرمخ یوسو.»
ټاکل شوې ده، چې ټرمپ او نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د تلې په اوومه په سپینه ماڼۍ کې سره وویني.
تر دې وړاندې ځینو اسراییلي رسنیو راپور ورکړی و، چې نتنیاهو په امریکا کې نږدې ټول پلان شوي لیدنې او پروګرامونه لغوه کړي دي، څو له ټرمپ سره د لیدنې لپاره وخت ومومي او اراده لري چې په پاتې یوه ورځ کې خپل ټول تمرکز پر دې وکړي چې د اسراییل غوښتل شوي جزیات په دې طرحه کې شامل کړي.