طالبان وايي په کابل کې یې د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تړاو ۲۸۸ کسان نیولي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دریو اونیو کې یې د کابل په بېلابېلو سیمو کې ۲۸۸ کسان د نشه يي توکو د خرڅلاو، کارولو او قاچاق په تړاو نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یاد معنیت د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه ۸۹۹۶ نشه يي ګولۍ، ۲،۳۷۵ کیلوګرامه چرس، ۲۱۰ ګرامه شیشه، ۸۰۰ ګرامه تاریاک، ۷۰ ګرامه هیرویین، ۱۹ لیټره الکولي مشروبات او ځینې نور توکي هم ترلاسه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو