یو شمېر روسي رسنیو د دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین له قوله راپور ورکړی، چې د الاسکا غونډه ګټوره او پر وخت وه. پوتین ویلي، چې روسيه د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره سوله ییزې لارې غواړي.
روسیه نیوز د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) په یوه خبر کې ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په الاسکا کې د اوکراین د کړکېج لپاره د عادلانه حل په اړه بحث کړی.
په خبر کې ویل شوي، چې دغه غونډه د روسیې د دريځ د روښانه کولو لپاره یو فرصت برابر کړی.
پوتین ویلي: «روسیه غواړي چې په اوکراین کې ژر تر ژره دوښمني پای ته ورسوي او مهمه ده، چې ټولې مسلې له سوله ییزو لارو حل کړو.»
پوتین زياته کړې، چې په اوکراین کې د دوښمنۍ د ژر پای ته رسولو اړوند د ټرمپ د دريځ درناوی کوي.
نوموړي ویلي: «په الاسکا کې له ټرمپ سره د خبرو اترو په جریان کې له امریکا سره د همکارۍ پر ټولو برخو بحث وشو.
له ولادیمیر پوتین سره تر ناستې وروسته ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ته مشوره ورکړې، چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره دې له مسکو سره هوکړې ته حاضر شي.