کاناډا: د ټرمپ په مشرۍ د اوکراین جګړې د پای ته رسېدو لپاره فرصت برابر شوی دی

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۵

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) اوکراین ته د امنیتي تضمینونو د ورکړې لپاره د امریکا له ژمنې په هرکلي سره ویلي، د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ په اوکراین کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره زمینه برابره شوې ده.

مارک کارني په یوې اعلامیې کې زیاته کړې، «د هرې عادلانه او تل پاتې سولې لپاره قوي او د اعتماد وړ امنیتي تضمینونه ډېر مهم دي. د امنیتي تضمینونو د ورکړې لپاره د امریکا له چمتووالي هر کلی کوم.»

نوموړي زیاته کړې، د ټرمپ په مشرۍ هڅې به په اوکراین کې د روسیې د «غېرقانوني» جګړې د پایته رسېدو لپاره زمینه برابره کړي.

د امریکا ولسمشر هم په الاسکا کې له خپل روسي سیال سره کتنه بریالۍ بللې او په خپلو ټولنیزو رسنیو کې یې لیکلي، دواړو لوریو هوکړه کړې چې په اوکراین کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره تر ټولو غوره لاره اوربند نه، بلکې د سولې هوکړه ده.

نور خبرونه

رادیو