د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی ویاند رحمت الله اندړ، د پاکستان استخباراتي ادارې«ای اېس ای» د پخواني مشر جنرال فیض حمید انځور په خپرولو سره لیکلي، هغوی چې په اسلام اباد کې یې د اګست ۱۴مه لمانځلې وه، په کابل کې یې د اګست ۱۵مه هم ولمانځله.
د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای اېس ای» پخوانی مشر چې په ۲۰۲۱ کال کې د یادې ادارې برحاله مشر وو، د طالبانو له لوري د پلازمېنې تر نیول کېدو وروسته د کابل په سیرینا هوټل کې له یوې پیالې چای سره راڅرګند شو او په هغه وخت کې د هغه دغه چاره له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې وه.
رحمت الله اندړ چې د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت شورا ویاند وو، پر ایکس خواله رسنې لیکلي، «هغوی چې په اسلام اباد کې یې د اګست ۱۴مه لمانځلي وه، راغلو او په ډېر غرور یې د اګست ۱۵مه په کابل کې ونمانځله.»
نوموړی زیاتوي، په دغه ورځ (د اګست ۱۵مه) په افغانستان کې یو نیمه په پښو ولاړ نظام را ونړید، د سولې او د ثبات هیلې غوټۍ پاتې شوې، د علم او پرمختګ کاروان په ځای ودرید او هر افغان له وطنه په تېښته شو.