د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

محسن داوړ: د طالبانو څلور کلنه واکمني د ترهګرۍ د زیاتوالي او د سیمې د ناامنۍ لامل شوې

۲۴ ساعتونه مخکې

د ملي ډیموکراتیک خوځښت مشر محسن داوړ وایي، له هغه وخته چې طالبانو په غیرقانوني او زورواکه توګه افغانستان نیولی، څلور کاله تېر شوي دي، خو د دې څلورو کلونو پایله د افغانانو او د سیمې د خلکو لپاره یوازې کړاو، ناامني او تاوتریخوالی دی.

ښاغلي داوړ، پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي،چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه نه یوازې کم شوي نه دي، بلکې ډېر پیاوړي شوي دي.

د ده په وینا، د همدې ملاتړ له امله په پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې په وروستیو څلورو کلونو کې په څرګنده توګه ډېرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه،چې طالبانو په دوامداره توګه هغه وسله وال او ترهګر روزلي او تمویل کړي چې په پښتونخوا کې د تاوتریخوالي، بریدونو او د عامو خلکو د وېرولو لپاره کارول کېږي.

محسن داوړ ټینګار کړی،چې افغانان د طالبانو تر واک لاندې د خپلو اساسي حقونو، ازادیو او سوکالۍ څخه بې برخې شوي دي، او هممهاله د پښتونخوا خلک هم د ترهګرۍ او خونړیو پېښو قربانیان ګرځېدلي دي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو د ملاتړ د مخنیوي او د ترهګرو د فعالیتونو د مهارولو لپاره جدي او ګډ ګامونه پورته کړي، ځکه چې د ده په خبره، د طالبانو دوامداره واکمني د ټولې سیمې د امنیت لپاره یو ستر ګواښ دی.

نور خبرونه

رادیو