څلور کاله وروسته له هغې چې د افغانستان پخوانی جمهوریت نسکور شو او طالبان بیا واک ته ورسېدل، د امریکا سیاست د دې ډلې پر وړاندې یو پېچلی او څو اړخیز مسیر تعقیب کړی.
په دې موده کې د امریکا دری بنسټیز تګلارې په څرګنده توګه لیدل شوې دي:
- د طالبانو د مشروع حکومت په توګه د پېژندنې څخه ډډه؛
- د بېړنیو کړکېچونو د مهار لپاره محدود او مشروط تعامل؛
- په مالي، سیاسي او امنیتي برخو کې هدفمند فشار.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرلهپسې ټینګار کړی، تر هغه چې طالبان دننه ټولنیز او سیاسي مشروعیت ترلاسه نه کړي، د نړۍوالې پېژندنې بحث به نه کېږي. له ۲۰۲۱ کال راهیسې، په رسمي اسنادو کې دا دریځ د امریکا د افغانستان سیاست د ستنې په توګه پاتې شوی.
له پېژندنې پرته تعامل
د کابل له سقوط وروسته، برعکس له ډېرو هېوادونو، امریکا خپله سفارتخانه نه ده پرانستې. د دې پر ځای یې خپله استازولي قطر ته سپارلې، څو قونسلي خدمات، د برمته امریکایانو د خلاصون هڅې او امنیتي څارنه پر مخ یوسي.
دا پرېکړه د ۲۰۲۱ د نومبر راهیسې عملي شوې چې دوه پیغامونه لري:
- د حالاتو څار او د بحران پر مهال مداخله؛
- د سفارت د نه پرانستلو له لارې د طالبانو د مشروعیت نه منل.
د دې تعامل محوري موضوعات د ترهګرۍ ضد همکاري، د امریکایانو خلاصول او د بشري کړکېچ د حل هڅې دي. واشنګټن باور لري چې د اړیکو بشپړ پرې کېدل به د افراطي ډلو د فعالیت لپاره زمینه برابره کړي، خو عادي کېدل به طالبانو ته مشروعیت ورکړي، نو له همدې کبله یې اړیکې په ټیټه کچه ساتلې دي.
مالي فشار او اقتصادي مهار
د امریکا بله مهمه تګلاره مالي فشار دی. د ۲۰۲۱ په ډسمبر کې د امریکا د خزانې وزارت خیریه بنسټونو ته د مرستو اجازه ورکړه، خو طالبان له دې ګټې بې برخې شول. هدف دا و چې ولس ته مرستې ورسېږي، خو طالبان ونه توانېږي له دې سرچینو د حکومت د پیاوړتیا لپاره استفاده وکړي.
همدارنګه، د نړۍوالو شریکانو په همکارۍ د سویس په زېرمه کې «افغانستان صندوق» جوړ شو، چې ۳.۵ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ پکې ایښودل شوې دي. دا پیسې یوازې د محدودو تادیاتو او اقتصادي ثبات لپاره کارېږي او طالبانو ته په مستقیم ډول نه سپارل کېږي.
امنیتي پیغامونه
د امریکا پوځ له افغانستانه وتلی، خو پوځي نفوذ یې ختم شوی نه دی. د ۲۰۲۲ په اګست کې د القاعده مشر ایمن الظواهري په کابل کې د هوايي برید له لارې ووژل شو. دا عملیات، چې له ځمکني حضور پرته ترسره شول، طالبانو ته روښانه پیغام وو: د ترهګرو مشرانو ته پناه ورکول به ګران تمام شي.
خبرې اترې، نه مشروعیت
د دوحې پروسه د ملګرو ملتونو په محور د طالبانو او نړۍوالې ټولنې د خبرو ډګر ګرځېدلې ده. بحثونه پر اقتصاد، بشري حقونو او ترهګرۍ ضد مبارزه متمرکز دي، خو امریکا او ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دا خبرې د بحران د مدیریت لپاره دي، نه د مشروعیت ورکولو لپاره.
د ټرمپ تګلاره او ستراتیژیکه سیالي
د ۲۰۲۵ په جنورۍ کې د ټرمپ د دویمې دورې په پیل سره، د طالبانو پر وړاندې د امریکا سیاست سخت شو. ټرمپ د «قدم په قدم معاملې» او مستقیم فشار لاره غوره کړه، د زندانیانو تبادلې او د مرستو د بودیجې کمښت یې لومړۍ نښې وې.
هغه د افغانستان قضیه د چین پر وړاندې ستراتیژیکې سیالۍ سره وتړله او ټینګار یې کاوه چې د بګرام هوايي اډه د چین د مهار لپاره حیاتي ارزښت لري.
پایله او راتلونکی مسیر
د تېرو څلورو کلونو تجربه ښيي چې د امریکا سیاست د «خطر مدیریت پرته له مشروعیت ورکولو» پر بنسټ ولاړ دی. تر هغه چې طالبان په درې مهمو برخو کې عملي بدلون ونه ښيي — د ښځو د حقونو بېرته راګرځول، له نړۍوالو ترهګریزو شبکو پرېکون، او د ټولګډونه سیاسي جوړښت رامنځته کول — د پېژندنې هیله نه شته.
تر هغه وخته به امریکا خپلې دوه ګونې تګلارې ته دوام ورکوي: د نړۍوالو صندوقونو له لارې هدفمندې مرستې، مالي او سیاسي فشار او د احتمالي ګواښونو د مهار لپاره پوځي وړتیا کارول.