د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا غړی مارشال عبدالرشید دوستم، وایي چې یو شمېر لوېدیځ هېوادونه د طالبانو په ګټه د وخت په ضایع کولو سره له دې ډلې څخه ګټه اخلي.
ښاغلي دوستم دا څرګندونې د طالبانو د واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت په یوه مجازي ناسته کې وکړې. نوموړي وویل:«د هند او پاکستان شخړه، د ایران او اسراییلو کړکېچ، د روسیې او اوکراین جګړه، او د امریکا او چین ترمنځ سوداګریزه جګړه هغه عوامل دي چې د طالبانو واکمنۍ ته یې د څلورو کلونو دوام ورکړ».
دوستم ادعا وکړه چې طالبان له دې ډېر نه شي پاتې کېدای او زیاته یې کړه: «موږ د داسې ګامونو اخیستو ته چمتو یو چې خلک او نړۍ به یې باور نکړي، خو هماغه به ترسره کړو چې هېڅوک یې تمه نه لري.»
هغه د طالبانو له لوريد بدخشان د خلکو ځورونې، د ښځو نیونې او د ځمکو غصب یاد کړل او ویې ویل چې طالبان په دې کړنو سره خپل ځان ته قبرونه کيندي.»
مارشال دوستم ټینګار وکړ چې ټولې سیاسي څېرې چې د طالبانو مخالف دي، باید د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا تر چتر لاندې سره راټولې شي او دا شورا باید په نړیوالو غونډو کې جدي ونیول شي.