د افغانستان د جمهوري نظام د سیاسي استازولیو د همغږۍ شورا، د طالبانو د واکمنۍ څلورم کال په مناسبت په یوې اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په اوسنیو شرایطو کې د نړۍوالې ټولنې چوپتیا به په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د ځپنې بهیر ته مشروعیت ورکړي.
په دغې اعلامیه کې راغلي، طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په افغانستان کې د ولسواکۍ، تل پاتې سولې او بشري حقونو په تړاو هیلې لمنځه وړي او افغان ولس د طالبانو د واکمنۍ له لومړۍ ورځې راهیسې له ځنډ پرته له ځپنې او محدودیتونو سره مخ دي.
اعلامیه کاږي، افغان نجونې او ښځې د زده کړو له دوام او کار څخه محرومې شوي او له جنسیتي تبعیض سره مخ دي.
د افغانستان د سیاسي استازولیو د همغږۍ شورا همداراز زیاته کړې، چې په افغانستان کې رسنۍ هم ځپل شوي او له طالبانو سره هر ډول مخالفت د ژوند په بیه تمامېږي.
د دغې استازولۍ په وینا، طالبانو په دوحه کې له خپلو کړو ژمنو یوه یې هم نه ده عملي کړې او زیاته کړې یې ده، چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، لسګونه هغه ښځې چې له نړۍوالو بنسټونو سره یې کار کاوه، د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې پر مرګ ګواښل شوي دي.
د افغانستان د سیاسي استازولیو د همغږۍ شورا په وینا، هغه افغان چې له پاکستان او ایرانه په زوره را اېستل کېږي په افغانستان کې له ګواښل او شکنجه کېدو سربېره په خپل سر نیول کېږي.
د ملګروملتونو کارپوهانو هم ویلي، د طالبانو قضايي نظام د جنسیتي تبعیض د عملی کولو پر وسیلې بدل شوی او ښځې په سیستماتیک ډول د ټولنیز ژوند له ټولو برخو حذفوي.
دغې استازولۍ په خپلې اعلامیه کې په افغانستان کې انساني وضعیت ناسم بللی او خبرداری یې ورکړی چې له ګاونډیو هېوادونو ډله ییزه اېستنه او په کور دننه د بې ځایه شویو ناورین به د سیمې او نړۍ ثبات له ګواښ سره مخ کړي.
په اعلامیه کې په ټینګار سره ویل شوي چې له طالبانو سره ارام تعامل او غیر مستقیم معاملات به د ځپنې بهیر ته مشروعیت ورکړي او ورسره به نورو استبدادي رژيمونو ته خطرناک سیګنالونه هم ورسوي.
دغې شورا د افغان ولس د اساسي حقونو د ورکړې لپاره په متحد ډول د نړۍوالې ټولنې د بېړنيو اقداماتو غوښتنه وکړه او ټينګار یې کړی چې طالبان باید ځواب ورکړې ته اړ کړای شي او بشري مرستې باید د خپلواکو کانالونو له لارې دوام ومومي او په زوره د افغانانو له ستنولو مخنیوی وشي.