د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

محمد یونس قانوني: د طالبانو د زوال نښې ښکاره شوي دي

پرون

د افغانستان پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني، د اګست ۱۵د طالبانو د واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت، په یوه انلاین ناسته کې وویل، چې د طالبانو د زوال نښې په څرګند ډول لیدل کېږي او «هیڅوک د طالبانو دومره دښمنان ندي لکه څومره چې دوی د خپل ځان خپله دښمنان دي».

قانوني،د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ سختې نیوکې وکړې،او ویې ویل چې د دې ډلې کړنې به د هغوی د پای سبب شي.

هغه د طالبانو د مشرانو وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل: «طالبان ویاړي چې ۲۰کاله یې جهاد وکړ، خو په حقیقت کې یې د افغانستان د اشغال زمینه برابره کړه.»

هغه زیاته کړه چې طالبانو او د دوی ملګرو لکه القاعده، د نړیوالو بریدونو له لارې د بهرنیو ځواکونو د حضور لپاره لاره هواره کړه.

قانوني طالبانو ته په خطاب کې وویل: «تاسو افغانستان ازاد نه کړ، بلکې د بهرنیو ځواکونو تر پښو لاندې مو کړ.»

همداراز قانوني خبرداری ورکړ، چې اوس مهال ۲۲ترهګریزې ډلې د طالبانو تر کنټرول لاندې په افغانستان کې فعالیت کوي، اسلام یې بدنام کړی او افغانستان یې د سیمې د بې‌ثباتۍ په مرکز بدل کړی دی.

د هغه په وینا، د طالبانو په مدرسو کې د چیچن، کشمیر، ازبکستان، تاجکستان او نورو سیمو کسان روزل کېږي، او که نړۍ دې مسلې ته پاملرنه ونه کړي، پایلې به یې نه جبرانېدونکي وي.

هغه طالبان «د بهرنیو استخباراتو وسیله» وبلله او د سیمې د یو شمېر هېوادونو هغه ادعاوې یې تایید کړې، چې وایي له افغانستانه د سیمې د بې‌ثباتۍ لپاره کار اخیستل کېږي.

قانوني وویل، تر ټولو ستر خیانت چې طالبانو له افغانستان سره کړی، «د راتلونکي نسل برمته کول» دي.

د هغه په وینا، د طالبانو په ۲۲زره دیني مدرسو کې راتلونکی نسل د کرکې، ترور، قومي او مذهبي وېش او جنسي توپیر پر فکر روزل کېږي چې جبران یې ناشونی دی.

هغه افغانستان د «ترهګرو جنت» وباله او وویل چې د مسکو، ترکیې او پاکستان پېښې له همدې هېواده سرچینه اخلي.

قانوني په پای کې له سیاسي مشرانو وغوښتل چې د ملي پاڅون د زمینې برابرولو لپاره یو موټی شي تر څو افغانستان د روان ناورین څخه وژغورل شي.

نور خبرونه

رادیو