په پاکستان، ترکمنستان او هنګري کې د جمهوري نظام پخوانی سفیر نجیب الله علي خېل وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې وروسته افغانستان له هر ډول ناورینونو سره مخ دی.
نوموړی د دوحې هوکړه ، د ورانکاره ګاونډیو موجودیت، داخلي اختلافونه او فساد د جمهوري نظام د رانسکورېدو اصلي لاملونه ګڼي.
نجیب الله علي خېل زیاتوي، «د اګست له۱۵ نه پس، افغانستان له هر ډول ناورینونو سره مخ ده.که یو خوا د دوحې تړون او ورانکاره ګاونډيو، خو بل خوا داخلي اختلافاتو او فساد، جمهوري نظام له پښو وغورځاوه.»
د نوموړي په وینا، مزل اوږدی دی خو د هېواد راتلونکې به یوازې د ملي تفاهم او د هر افغان د حقوقو د تامین له لارې جوړېږي ګنې بله چاره نشته.