الاسکا کې د ټرمپ او پوتین ناسته د اوکراین جګړې د برخلیک په اړه پیل شوه

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۴

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ په الاسکا کې مخامخ ولیدل، چې موخه یې د دویمې نړیوالې جګړې راوروسته په اروپا کې تر ټولو خونړۍ جګړه«د اوکراین جګړه»کې د اوربند د امکان ارزول دي.

ټرمپ د لیدنې له پیل وړاندې پوتین ته د امریکا د هوايي ځواک په اډه کې په سرو غالۍ ښه راغلاست ووایه. دواړو له تود روغبړ او لنډو خبرو وروسته د ټرمپ په موټر کې د ناستې ځای ته ولاړل. د دواړو مشرانو دا لیدنه له ۲۰۱۹ کال راهیسې لومړنۍ لیدنه ده.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي، چې دې ناستې ته نه و بلل شوی، اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي ټرمپ د جګړې د کنګل کولو او د روسیې د نیول شویو سیمو د غیررسمي منلو له لارې د اوکراین پر وړاندې معامله وکړي.

ټرمپ بیا ویلي چې د ځمکنۍ هوکړې پرېکړه به د اوکراین په واک کې وي او دی هڅه کوي دواړه اړخونه د خبرو مېز ته کېنوي.

ټرمپ ویلي، که نن اوربند ونه شي، خوشاله به نه وي او ټینګار یې کړی چې «وژنې باید ژر پای ته ورسېږي».

پوتین دا ناسته د روسیې لپاره یو مهم ډیپلوماټیک بری ګڼي او غواړي نړۍ ته وښيي چې د لوېدیځ د کلونو انزوا هڅې ناکامې شوې دي.

زیلینسکيویلي، جګړه یوازې هغه وخت ختمېدای شي چې روسیه اړین ګامونه واخلي، خو د اوکراین د ډنیپروپتروفسک په سیمه کې د روسیې د بالستیک توغندیو وروستۍ حملې د سولې لپاره د لارې خنډونه ښيي.

د ناستې په اړه شنونکي وايي، که خبرې ښه پرمخ ولاړې، ښايي د درې اړخیزې ناستې لپاره زمینه برابره شي چې زیلینسکي هم پکې ګډون ولري.

نور خبرونه

رادیو