د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني په دوحه کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو د بېړنۍ غونډې په پیل کې پر قطر د اسراییل برید «خاینانه او بزدلانه» وباله.
د قطر امیر د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) په دې غونډه کې پر دوحې د اسراییل برید «د نړۍ لپاره لړزونکی» وباله او څرګنده یې کړه، چې د حماس د مشرانو غونډه په هغه ځای کې شوې وه چې ټول پرې خبر و.
نوموړي په اسراییل تور پورې کړ، چې د یرغمل شویو کسانو د ازادۍ په لټه کې نه دي، بلکې خبرې اترې د دې هېواد لپاره یوازې «یو جګړهییزه تکتیک» دی.
اسراییل د وږي په ۱۸مه هغه ودانۍ بمبار کړه، چې ویل کېده د حماس د مشرانو د استوګنې ځای و، چې په دې برید کې د قطر د یوه امنیتي افسر په ګډون شپږ تنه ووژل شول.
ال ثاني وویل، که اسراییل د عربي سولې طرحه منلې وای، له ګڼو ناورینونو به مخنیوی شوی وای.
هغه په دوام کې زیاته کړه، چې بنیامین نتنیاهو «د اسراییل د نفوذ په حوزه د عربي سیمې د بدلولو خوب ویني.»
دوحه اوسمهال د یوې فوقالعاده غونډې کوربه دی، چې پکې د یو شمېر عربي او اسلامي هېوادونو مشران او رهبران ګډون لري، څو د قطر پر خاوره د اسراییل د برید د ځواب لارې چارې وڅېړي.