د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي یو شیایویونګ د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمتالله ارګاشف او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي خسرو صاحبزاده سره د افغانستان په تړاو ځانګړې کتنې کړې دي.
د دغه وزارت په وینا، ښاغلي یونګ د سفر پر مهال لومړی ازبکستان او بیا تاجکستان ته تللی او د دواړو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره یې د افغانستان د روان وضعیت په اړه مفصلې خبرې کړې دي.
د دغو لیدنو موخه د شانګهای د همکارۍ سازمان (اېس سي او) د غړو هېوادونو ترمنځ د سلا مشورو په بهیر کې ګډون او د افغانستان اړوند مسایلو په اړه سیمهییزو همغږیو ته وده ورکول بلل شوی دی.
په دې کتنو کې د درې واړو هېوادونو استازو د افغانستان د امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ ګواښونو، د نشه يي توکو د قاچاق او د کډوالو د زیاتوالي په اړه اندېښنې څرګندې کړې.
هغوی ټینګار کړی، چې د افغانستان بېثباتي یوازې په دغه هېواد نه، بلکې د ټولې سیمې پر امنیت او اقتصادي پرمختګ مستقیم اغېز لري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره سیمهییزې همکارۍ ډېرې اړینې دي او چین هڅه کوي له ګاونډیو هېوادونو سره د دوامداره تماسونو او ګډو غونډو له لارې یوه ګډه لاره ومومي.
دغه لیدنې د شانګهای د همکارۍ سازمان د پراخو همکاريو یوه برخه ده. یاد سازمان چې چین، روسیه، هند، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان یې غړي دي، د افغانستان وضعیت د سیمې د امنیت لپاره مهم ګڼي او په تکرار سره یې له طالبانو غوښتي، چې د ټولګډونه حکومت جوړېدو، د ترهګرو ډلو پر وړاندې د جدي اقدام او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره ګامونه واخلي.
کارپوهان باور لري، چې د چین، ازبکستان او تاجکستان دا همغږي ښيي چې د سیمې هېوادونه د افغانستان راتلونکی یوازې د یوه داخلي بحران په سترګه نه، بلکې د ګډو سیمهییزو ګواښونو یوه سرچینه بولي.