سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو مشر د خپلې کابینې په غونډه کې امر کړی، چې د زمري ۲۴مه باید په ټولو ښارونو کې په ځانګړو «ترتیباتو» ونمانځل شي. د سرچینو په وینا، په کابل کې د طالبانو یو شمېر چارواکي په پرتمینو مراسمو ددې ورځې د نمانځلو پلوي نه دي.
له کندهار نه سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۳مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له دوشنبې راهیسې په ښار کې د پاکوالي او صفايي کارونه پیل شوي او د ښاروالۍ کارمندان په بېلابېلو برخو کې بنرونه ځړوي.
سرچینې وايي، په غونډه کې د کابل ښاروال او نورو کسانو هم ګډون درلود او هبت الله ویلي، چې د زمري ۲۴مې لپاره باید په ټولو ښارونو کې د دوی په اصطلاح «ترتیب»برابر شي.
د سرچینو په وینا، په کابل کې میشت چارواکي ظاهرا د لګښتونو له امله په پرتمینو مراسمو د دې ورځې د نمانځلو پلوي نه دي، خو کندهار له دې نظر سره موافق نه دی.
طالبانو په تېرو ځو ورځو کې د کابل په ګډون په مختلفو ښارونو کې ددې ورځې د نمانځنې لپاره ترتیبات نیولي او شعارونه او بنرونه یې را ځړولي دي.
د دې ډلې د کابینې غونډه له دوو ورځو وروسته پرون چهارشنبه پای ته ورسېده او په یاده غونډه کې د کابل ښاروالۍ له لوري په کابل کې د جوماتونو جوړولو او د حج او اوقافو وزارت ته د سپارلو، په زندانونو کې د بندیانو پر وضعیت، د هغوی د دوسیو څرنګوالی، د بند مودې او د محاکمو له خوا د پریکړو په اړه هم خبرې شوې دي.
له دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر، چې ددغو مراسمو یو مهم سمبالوونکی وزارت دی، ویلي وو، چې سږکال به د تېر په څېر د زمري ۲۴مې پر نمانځلو ډېر مصارف ونه شي.
خیرالله خیرخواه ددې ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې دا ځل د زمري ۲۴مې، چې دوی یې «د ازادۍ ورځ» بولي، د نمانځلو مصارف د تېرو کلونو په پرتله کم دي.
طالبانو په تېرو کلونو کې د زمري ۲۴مه د بګرام په هوايي اډه کې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پرمهال ترټولو ستره نظامي اډه وه، د لوړپوړو چارواکو په ګډون نمانځله.
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د دویمې کلیزې پرمهال هم طالبانو رخصتي او ټول پلان شوي پروګرامونه ځنډولي وو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چنګاښ پر ۲۴مه وویل، چې طالبان هر کال «پر یوه بدشکله سړک» خپل رسم ګذشت کوي، خو دی دا نور نه شي زغملای.
داسې اټکل دی، چې له دغه خبرداري وروسته طالبانو ددې ورځې په نمانځلو کې احتیاط ته مخه کړې ده.