ظاهر اغبر: د اګسټ ۱۵مه د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ ده

پرون

په تاجکستان کې د افغانستان د مخکني جمهوريت سفیر محمد ظاهر اغبر تازه پېغام کې د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو ورځ د اګسټ ۱۵مه د افغانستان په تاریخ کې «توره او له کړاوونو» ډکه ورځ بللې. هغه زیاته کړې، چې په همدې ورځ د مېلیونونه افغانانو راتلونکی او د نجونو په ګډون د ښځو هیلې مړاوې شوې.

ښاغلي اغبر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانان اوس‌مهال تر یو استبداد لاندې ژوند کوي. د نوموړي په خبره: «په دې ورځ د ازادۍ غږ چوپ شو، د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې او ښځې – چې د ټولنې ستنې دي – له خپلو بنسټیزو انساني حقونو بې برخې شوې.»

تاجکستان کې د مخکني جمهوریت دغه پاتې سفیر وړاندې لیکي: «د اګست ۱۵مه یوازې یوه عادي نېټه نه ده؛ بلکې هغه ورځ ده چې د یوه ملت جمهوري واکمني واخیستل شوه او د نسلونو ناتمامې هیلې په خاورو کې ښخې شوې». د اغبر په خبره؛ افغان مېرمنې اوس هم د ټولو بندیزونو سره، سره د طالبانو پر ضد ولاړې دي او خپل مقاومت ته یې دوام ورکړی.

د نوموړي په وینا؛ د یو روښانه راتلونکي، برابرۍ او ازادۍ لپاره به د طالبانو خلاف خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغه ټینګار وکړ، چې پر کابل د واکمنې سختدریځې ډلې خلاف باید ملي یووالی او همغږي رامنځته شي. د جمهوري نظام یو شمېر نورو پخوانیو سیاست‌والو هم د طالبانو بیا ځل واکمني ظالمانه، له جبره ډکه او د جمهوري ارزښتونو خلاف بللې ده.

طالبان همدا نن هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اګسټ ۱۵مه نېټه د خپلواکۍ یا هم د خپلې ډلې د بریا په توګه نمانځي او ډېر لوړ پوړي غړي په دې ورځو کې د امریکا په ګډون د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو پر ضد څرګندونې کوي او هم‌مهاله یې بیا نور مشران دغو هېوادونو ته د رسمیت پېژندنې سوالونه کوي.

نور خبرونه

رادیو