ملګري ملتونه: د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو حقونو اړوند ناورین «عادي بڼه» غوره کړې

پرون

د طالبانو د بیا واکمنېدو څلورمې کلیزې په درشل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د برابرۍ او توانمندۍ ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي، چې پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لنډمهاله نه‌دي او اوس د خلکو د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلي دي.

هغې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو یوې خبري غونډې ته وویل: «هېڅ بندیز او محدودیت نه‌دی لرې شوی. د ښځو د حقونو اړوند د نړۍ تر ټولو ستر او جدي ناورین مخ په عادي کېدو روان دی.»

فرګوسن زیاته کړه، په تېرو څلورو کلونو کې لسګونه فرمانونه صادر شوي چې د ښځو ازادۍ، کرامت او اساسي حقونه یې سخت محدود کړي دي. د هغې په وینا؛ د تېر کال «اخلاقي قانون» تصویب د دې لامل شوی، چې ښځې په عامه ژوند کې په سیسټماټیک ډول محوه شي.

د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړې غړې خبرداری ورکړی،‌ که څه هم په افغانستان کې امنیتي پېښې کمې شوې دي؛ خو د ښځو د خوندیتوب اړوند اندېښنې او مسایل لا پر ځای پاتې دي. د نوموړې په وینا؛ لا هم ښځې او نجونې ځانونه په عامه ځایونو، کلیو او ان په خپلو کورونو کې خوندي‌ نه‌ګڼي.

له زده‌کړو، کار او سیاسي ګډون څخه پراخ محرومیت

د ملګرو ملتونو د ښځو د برابرۍ او توانمندۍ ادارې د تازه معلوماتو له مخې؛ افغان ښځې او نجونې لا هم له منځنیو ښوونځیو، پوهنتونونو او ډېرو نور بنسټیزو حقونو محرومې دي. فرګوسن وویل، چې د افغانستان ۸۰ سلنه نجونې له زده‌کړو،‌ کار او روزنیزو مهارتونو څخه لرې شوې دي. هغه وایي، په نارینه‌و کې بیا دغه شمېر یوازې ۲۰سلنه دی.

د یاد سازمان په باور دغه محرومیت نه یوازې پر ښځو مستقیم اغېز لري؛ بلکې د هېواد اقتصاد ته هم ستر زیان رسوي. اټکل شوی، چې له ۲۰۲۴کال څخه تر ۲۰۲۶کلونو پورې به افغانستان له همدې امله شاوخوا ۹۲۰ مېلیونه ډالر تاوان وکړي.

فرګوسن زیاته کړې، چې د طالبانو د سرپرست حکومت کابینه او سیمه‌ییز جوړښتونه په بشپړ ډول نارینه دي او ښځې د پرېکړو په بهیر کې د ګډون هېڅ رسمي لاره نه‌لري. که څه هم طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې داسې فرمان صادر کړ، چې د ښځو د میراث حق په رسمیت پېژني او جبري ودونه منعه کوي؛ خو ډېری ښځې او نارینه چې په سلا مشورو کې یې برخه اخیستې وه، له دې فرمانه ناخبره دي او دغه اقدام یې د ټولنې پر پخوانیو دودونو بې‌اغېزې بللی دی.

د کډوالو جبري ستنېدل، د مرستو کمښت او د ښځو مقاومت

فرګوسن وویل، چې له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۱.۷ مېلیونه افغانانو ستنېدل چې لویه برخه یې ښځې او نجونې دي – د ښځو د حقونو روان ناورین نور هم ژور کړی دی. د هغې په وینا؛ له ایرانه درېیمه برخه او له پاکستانه نیمایي ستنېدونکي ښځې او نجونې دي او ډېری یې بې‌کوره، بې‌عایده او د زده‌کړو تر څنګ له روغتیایي خدمتونو هم بې‌برخې بېرته راستنېږي. په داسې حال کې چې کوربه ټولنې هم د اقتصادي ناورین او د اقلیمي بدلون له امله له سختو شرایطو سره مخ دي او د ښځو ازادي او انتخاب پکې لا ډېر محدود شوی دی.

نوموړې ټینګار وکړ، چې افغان ښځې یوازې د ښځینه بشردوستانه کارکوونکو له لارې مرسته ترلاسه کولای شي او له ۲۰۲۱ کال راهیسې ښځو ته ځانګړې شوې ادارې د روغتیا، رواني ملاتړ او د تاوتریخوالي پر وړاندې د خوندیتوب په لومړۍ کرښه کې دي؛ خو د دغو ادارو نیمایي ښځینه کارکوونکې د بودجې د کمښت له امله له کاره پاتې شوې او ډېری ادارې خبرداری ورکوي، که اوسنی حالت دوام وکړي؛ نو فعالیتونه به یې راکم یا په بشپړ ډول ودرېږي.

د افغان ښځو هیله او نړۍواله غوښتنه

له دې شرایطو سره سره فرګوس وایي، ۴۰ سلنه افغان ښځې لا هم داسې راتلونکی انځوروي چې پکې بدلون او برابري شونې ده او دې هیلو ته یې «د زغم او مقاومت شخصي عمل» نوم ورکړی دی. هغې خبرداری ورکړ: «که پر افغان ښځو او نجونو د زیاتېدونکو محدودیتونو له نظره تېر شو؛ نو دا پیغام ورکوو چې دغه حالت عادي دی او د ښځو او نجونو حقونه بې‌ارزښته یا د له‌منځه وړلو په حال کې دي.»

د ملګرو ملتونو یادې لوړ پوړې غړې په پای کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو، کاروبارونو او د نړۍوال حضور لپاره په دوامداره توګه مرستې وکړي.

نور خبرونه

رادیو