واک ته د طالبانو د راستنېدو څلورم کال په مناسبت، د افغانستان او کاناډا یوې ډلې ښځینه فعالانو د پنجشنبې په ورځ د کاناډا پارلمان مخې ته لاریون وکړ، او له نړیوالو هېوادونو یې وغوښتل چې د طالبانو د مشرانو د نیولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
لاریونوالو د کاناډا حکومت او د نړۍ له نورو هیوادونو وغوښتل چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د دغه ډلې د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو په اړه د جرمونو نړۍ والې محکمې د پریکړې د پلي کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي، او د جنسیت توکمپالنه د جرم په توګه د پیژندلو مسله جدي ونیسي.
د اوټاوا ښار د شورا غړې«ډیویډ هیل»په غونډه کې وویل چې طالبان باید د خپلو کړنو لپاره مسول وګڼل شي.
هغې وویل چې هغه «په کلکه د افغان مېرمنو د لامل ملاتړ کوي.»
لاریون کوونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو پالیسۍ «د انسانیت پر وړاندې جرمونه»وپیژني او د عاملینو د حساب ورکولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.
دغه غونډه، چې د «د افغانستان د ښځو د تعلیم حق» کاناډایي بنسټ، د «اسلامي هېوادونو مېرمنې» نړیوال سازمان او د کاناډا د مېشتو افغانانو ټولنې په ملاتړ جوړه شوې وه، په کې ګډونوالو د «افغان مېرمنې مقاوت کوي،نړۍ هم باید مقاومت وکړي» شعارونه ورکول.
دوی ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول باید ودرول شي او د دې ډلې مشران دې نړیوال عدلي تعقیب ته وسپارل شي.
د غونډې ویناوالو وویل چې د طالبانو څلور کلنه واکمني د جنسیتي اپارتاید یوه واضحه بڼه ده چې د نجونو د زده کړو بندیز، د ښځو له کار څخه محرومیت، د هغوی له ټولنیز ژوند څخه بشپړ لرې کول او د اجباري حجاب د نه مراعتولو په پلمه د ښځو نیول پکې شامل دي. یوازې په تېر یوه میاشت کې لسګونه ښځې د حجاب نه مراعاتکولوپه تور نیول شوې دي.
لاریونوالود طالبانو هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د دوی دا تبعیضي پالیسۍ د افغان کلتوربرخه ده. دوی وویل دا کړنې د سیاسي کنټرول یوه وسیله ده چې موخه یې د ښځو بشپړ حذف دی.
د ملګرو ملتونو راپورونه او د حقوقي کارپوهانو نظرونه هم دا پالیسۍ د جنسیتي اپارتاید څرګنده بیلګه بولي.
لاریونوالوپه خپلو غوښتنو کې ټینګار وکړ چې د جنسیتي اپارتاید پېژندنه دې په ملي او نړیوالو قوانینو کې د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه شامله شي او د ملګرو ملتونو په «د بشریت پر وړاندې د جرم»
تړون کې دې ځای ومومي.