طالبانو د قرغزستان له لومړي وزیر سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

پرون

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي قرغزستان ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عادل بېک قسیم علي‌یف سره د سوداګریزو او ډېپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د جمعې په ورځ د (زمري ۲۴مه) د طالبانو یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، پر کابل د واکمنې ډلې وزیر د قرغزستان له لومړي وزیر څخه مننه کړې چې دوی یې له تور نوملړه اېستلي او په نړۍوالو غونډو کې یې د طالبانو ملاتړ هم کړی دی.

همدا راز زیاته شوې، چې دواړو لوریو د سفیرانو تر کچې د ډېپلوماتیکو اړیکو پر لوړېدو، دیني او کلتوري اړیکو تر څنګ په سیمه‌ییزه کچه د ګډو موخو په تړاو هم خبرې کړې دي. د سوداګرۍ ګدې خونې جوړېدل او کابل کې د قرغزستان جمهوریت د سوداګریز فورم جوړول هم د دغه لیدنې د بحث وړ ټکي بلل شوي دي.

طالبانو د دغه ناستې په ترڅ کې د قرغزستان لومړي وزیر ته بلنه ورکړې، چې کابل ته سفر وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د امریکا او لوېدیځو هېوادونو له لوري منزوي شوي او دغه ډله هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو تر څنګ له چین سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي.

د کارپوهانو په باور د منځنۍ اسیا په ګډون روسیه، چین او یو شمېر نور هېوادونه د خپلو امنیتي مجبوریو او د افغانستان له خاورې د ورپېښو ترهګریزو ګواښونو د مخنېوي لپاره طالبانو سره له ننګوونو ډکې اړیکې ساتي. پر کابل واکمنې ډلې سره د ګاونډیانو له لوري هم کېدونکي تعاملات د امنیتي اندېښنو پر بنسټ دي او په دې لړ کې ترې بیا پاکستان خپه دی، چې د دوی ضد وسله‌والو ډلو ته یې پناه ځایونه ورکړي دي.

نور خبرونه

رادیو