د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

د طالبانو څلور کلنه واکمني؛ له هېواده بهر د افغان کډوالو خورې څپې

۱۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ سره هم‌مهاله افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې د کډوالۍ له ژور او جدي ناورین سره مخ دی. که څه هم افغانان له پخوا راهیسې په ځینو هېوادونو کې کډوال وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د کډوالېدو دغه کچه لا پراخه شوې ده.

د راپورونو پربنسټ؛ د طالبانو له بیا واکمنېدو سره څه باندې ۱۰ مېلیونه افغانان بې‌ځایه شوي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ بیا ویلي، له سوریې وروسته افغانستان دویم هېواد دی چې په لوی شمېر کې یې وګړو (شپږ نیم مېلیونه کسانو) د پناه غوښتنې کړې دي.
که څه هم په دې اړه کره شمېرې په لاس کې نشته، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته څومره کسان له افغانستانه وتلي؛ خو د کډوالۍ نړۍوال سازمان بیا ویلي، چې د ۲۰۲۳کال تر وروستیو څه باندې اته مېلیونه افغانانو د بېلابېلو لاملونو له کبله افغانستان پرېښی دی.
یاد سازمان ویلي، چې ډېری کسان د افغانستان دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته تللي دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا ویلي، چې له ایران، پاکستان او ترکیې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې دوه مېلیونه افغان کډوال افغانستان ستانه شوي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.
د طالبانو حکومت څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې له افغانستانه د افغانانو له وتلو سره هم‌مهاله ډېری افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي هم دي، چې شمېر یې څه باندې اته مېلیونو ته رسېږي.
ملګرو ملتونه وايي، ډېری ستنېدونکي کډوال په داسې حال کې خپلو سیمو ته ستنېږي چې هغوی د بې‌کارۍ او اقتصادي ګواښونو سره مخ دي.

افغانستان ته د تازه ستنو شویو ستونزې
افغانستان ته له ایران او پاکستانه بېرته ستانه شوي کډوال په کور دننه هم له خورا زیاتو ننګونو سره مخامخ دي. شریفه محمدي چې تازه له ایرانه ستنه شوې وايي، ژوند یې له کړاوه ډک تېرېږي او د لاسنیوي یې څوک نشته.

هغې د خپلو ستونزو په اړه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «د نظام له پرځېدو وروسته له کورنۍ سره ایران ته تللي وو؛ مېړه مې پخوا پوځي دنده لرله او په ایران کې یې درانه کارونه کول خو ګوزاره مو روانه وه. نپوهېږم، چې په دې وروستیو کې د ایران حکومت دلته له هغو کسانو سره چې پوځي مخینه یې لرله، بیخي جدي چلند کاوه او اخر کې یې په جبري توګه را واېستلو.»
دغه کډوال وایي، له یو پلوه نه‌دي توانیدلي، چې له پلان سره سم ستانه شي؛ د دوی د کور کاڼي کودي تر ډېره ترېنه په کوربه هېوادونو کې پاتې شوي او ډېر یې په تش لاس وطن ته ستانه شوي دي.
محمد نعیم هغه افغان کډوال دی، چې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی. هغه وایي، په کابل کې یې نن سبا لویه ننګونه د سرپناه نشتوالی دی. هغه زیاته کړې: «کوم کورونه چې پخوا په ۶ یا ۷ زره افغانیو کرایه کېدل اوس په دغه بیه نه پېدا کېږي.»
حمید یو له هغو کډوالو څخه دی، چې تازه له ایرانه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی. هغه وایي، له ایرانه تش لاس راغلی او هېڅ کومه پانګه نه‌لري.
د هغه په وینا: « نه پانګه شته، چې شخصي کارو بار پرې وکړم او نه هم په افغانستان کې کاري فرصتونه شته، چې ګوزاره پرې وشي.» هغه زیاته کړه، چې یوه ننګونه یې د ماشومانو ښوونځي دي.
حمید وایي، هغوی په ډېره بېړه هېواد ته راستانه شوي او دې ته یې هم وخت نه دی موندلی چې د خپلو ماشومانو د ښوونځي اسناد له ځانه سره راوړي او اوس یې ماشومان دلته بې‌برخلیکه پاتې شوي دي.
د کډوالو د ۱۹۵۱ نړۍوال کنوانسيون له مخې؛ هيڅ هېواد نشي کولای چې کډوال په زور له خپلې خاورې وباسي او يا یې هم پر وړاندې تبعيضي چلند وکړي. د ياد کنوانسيون له مخې؛ کډوال په اړوندو هېوادونو کې د زده‌کړو، کار، ټولنيز خونديتوب، مذهبي ازادۍ، ملکيت، تګ راتګ او هويت حقونه لري.
دا په داسي حال کې ده، چې د ګڼو راپورونو پر بنسټ؛ افغان کډوال په پاکستان او ایران کې له یادو حقونو په بشپړ ډول بې برخې دي. په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو حالت خورا ځوروونکی دی، د امنيتي ادارو له‌خوا تر سخت څار لاندې دي، بندیانېږي، تګ را تګ یې محدود شوی، د ملکيت حق ترې اخيستل شوی او تر دوامدارو ټولنیزو، اقتصادي او رواني فشارونو لاندې دي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د کډوالو د جبري ستنېدو څپې
په وروستیو کې د کډوالو د ستنولو چټکې لړۍ ته په اشارې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې دغه نوې څپه افغانستان نور هم بې‌ثباته کولای شي، داسې هېواد چې لا له وړاندې د ژورې بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او د اقلیمي بدلون له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. ملګرو ملتونو پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې له ځنډ پرته په جبري توګه د افغانانو د اېستلو مخه ونیسي.
خو د ملګرو ملتونو، نړۍوالې ټولنې، د طالبانو د حکومت او عامو افغانانو له پرله‌پسې غوښتنو سره، سره لاهم د ایران او پاکستان په ګډون له یو شمېر اروپايي هېوادونو د افغانانو د ستنولو لړۍ روانه ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو استازي عرفات جمال په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال ویلي: «موږ د افغانانو یو نامنظمه، بې حرمته او پراخې کډوالۍ بهیر ګورو، چې دواړو هېوادونو (ایران او پاکستان) پیل کړی. دغه وضعیت پر افغانستان فشار راوړي، په داسې حال کې چې افغانستان د خپلو وګړو د بېرته ستنېدو هرکلی کوي؛ خو هېڅ ډول چمتووالی ورته نه‌لري»
په افغانستان کې د کډوالۍ د کړکېچ د زیاتېدو ملامتۍ ګوته تر ډېره په افغانستان کې د طالبانو اوسني حکومت ته هم نیول کېږي. د کډوالو چارو کارپوه ثناء الله اورنګ وايي، تر ډېره په خپله هغه حکومتونه چې نه شي کولای د کډوالۍ لاملونه له‌منځه یوسي پړه دي.
نوموړی وايي، طالبانو په افغانستان کې د کډوالۍ د لاملونو د له‌منځه وړلو پرځای نور هم دلته وضعیت ترینګلی کړی او تر ډېره یې هڅه کړې چې له دغې لویې بشري ستونزې سره برسېرن چلند وکړي.
طالبان که څه هم دا نه مني، چې ګواګې دوی په افغانستان کې د کډوالۍ د کړکېچ د ژورېدو لامل شوي؛ خو وايي ستونزه جدي ده او باید نړۍوال یې د حل په برخه کې ورسره مرستې وکړي.
په دې تړاو د اندېښنو پر دوام په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو د درېیم پړاو پیلېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
رحمان الله چې درې میاشتې وړاندې له پاکستانه ستنېدلی وايي، خوښ دی چې خپل وطن ته راغلی؛ خو دا چې کار او روزګار پکې نه‌شته، نو اوس یو وار بیا د بېرته تګ لار ګوري. هغه وایي:« کله ناکله مې زړه ته یوه ګېله ودرېږي، چې په دې لویه نړۍ کې موږ د اوسېدو ځای نه‌لرو. شکر دا مې خپل وطن دی؛ خو کار روزګار پکې نشته، لاره رانه ورکه ده چې څه وکړم.»
په ورته وخت ځینو هغو افغانانو چې په پرمختللو هېوادونو کې یې هم پناوې اخیستې دي او د ژوند له اسانتیاوو برخمن دي وايي، جلاوطني یې تل ځوروي.
لینا چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته کاناډا ته تللې ده، په دې اړه وايي: « شاوخوا دوه کاله کېږي، چې دلته کاناډا ته راغلې یم. دلته د ژوند امکانات ډېر او ښه دي؛ خو که رښتیا ووایم زړه مې هېڅ نه لګېږي، چې هرکله د کابل او یا هم کوم بل ولایت ویډیو ګورم زړه مې وچ درد وکړي، چې ولې هر څه داسې ګډوډ شو؟»
له افغانستانه د مېلیونونو افغانانو تګ، په جبري توګه د سلګونو زرو بېرته ستنول، د بېلابېلو هېوادونو له لوري د کډوالۍ ضد سخت سیاستونه، د نړۍوالو مرستو کمښت، د طالبانو د حکومت کم کاري، مخ پر زیاتېدونکی فقر او بې وزلي، په دوامداره توګه د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو نقضول، د نجونو پر وړاندې د کار او او زده‌کړو محدیتونه او په کور دننه د بې‌ځایه کېدونکو کډاوالو لوی شمېر په افغانستان کې د کډوالۍ کړکېچ لوی او مهم لاملونه بلل کېږي.

کورني بې‌ځایه شوي
په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې دا مهال په افغانستان کې د داخلي بې‌ځایه شویو شمېر څه باندې دوه مېلیونه کسانو ته رسېږي.
د دغه وزارت چارواکو څه موده وړاندې «د دغې ډلې د ادارو لاسته راوړنو» په کلنۍ غونډه کې ویلي و، که څه هم دوی تر خپله وسه له کورني بې‌ځایه شویو سره مرستې کړې؛ خو دغه مرستې بنسنه نه‌کوي او باید په لویه کچه یې ملاتړ او لاسنیوی وشي.
په افغانستان کې د داخلي بې‌ځایه کېدو لوی لاملونه نا امني، طبیعي پېښې او اقتصادي ستونزې بلل کېږي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال کې په لومړیو شپږو میاشتو کې زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي، چې ډېری دغه کورنۍ په خېمو، نيمه ويجاړو ودانیو او یا له بنسټیزو خدمتونو بې‌برخو سيمو کې اوسېږي.
سبحان الله چې د تېر جمهوري نظام د پرځېدو پرمهال له خپلې کورنۍ سره له کندوز څخه کابل ته کډه شوی وايي، ژوند یې له کړاوه ډک تېرېږي. نوموړی وايي، د نا امنۍ له کبله د خپلې مېنې پرېښودو ته اړ شوی و؛ خو اوس د بې‌روزګارۍ له وېرې نه غواړي بېرته خپلې سیمې ته ولاړ شي. هغه وایي:« د تازه مېوو په منډوي کې کار کوم، اوس د کارونو خوند نه‌شته. درې زامن لرم، چې دوه یې راسره کار کوي. موږ درې کسه نشو کولای د کور کرایه او خرڅ پوره کړو.»
په افغانستان کې کورني بې‌ځایه شوي او هغوی چې بېرته هېواد ته ستانه شوي او یا هم ترې وتلي دي وايي، افغان مشران باید د تاریخي مسوولیت له مخې په افغانستان کې د کډوالۍ کړکېچ د حل لپاره له ځنډ پرته اقدامات وکړي.
د کډوالو برخې شنونکي وايي، تر هغه چې په یوه هېواد کې د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدنې ټول او یاهم مهم لاملونه له‌منځه نه وي وړل شوي د کډوالۍ د کړکېچ حل ناشونی دی او خلک له مجبورۍ کډوالۍ ته زړه ښه کوي.
د ارزونو له مخې؛ د نړۍ په وروسته پاتو هېوادونو کې د ناسم، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت له کبله ورځ تربلې د کډوالۍ کچه مخ په پراخېدو ده، چې د شنونکو په خبره که نړۍواله ټولنه په ګډه د دغه ستر بشري ناروین د حل او یا د کډوالۍ بهیر د تنظیم په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نه کړي؛ نو پایلې به یې ټولو ته ګواښوونکې وي.

په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې
په ایران کې مېشت افغان کډوال وایي، چې دوی نه یوازې د دغه هېواد د پولیسو له‌خوا نیول کېږي؛ بلکې د دغه هېواد پولیس دوی توهین او تحقیروي. په ایران کې مېشت ځیني افغان کډوال وایي، چې د قانوني اسنادو په لرلو سره بیا هم د دغه هېواد پولیس یې تر امنیتي حوزو بیایي او بې‌ځایه یې لالهانده کوي او له دوی بډې اخلي.
په تهران کې مېشت افغان کډوال مهدي علي‌زاده وایي، چې دوی نه یوازې د پولیسو له‌خوا ځورول کېږي؛ بلکې د ایراني وګړو له‌خوا هم ځورول کېږي. هغه وایي، چې په دې برخه کې که څوک شکایت هم وکړي؛ نو پولیس ورسره لازمه همکاري نه کوي.
د نوموړي په وینا؛ بل زیاتی د افغان کارګرو سره کېږي چې نه یې تنخوا ورکول کېږي او یا هم د تنخوا ډېره کوچنۍ برخه یې ورکول کېږي. هغه زیاتوي، افغان کارګر کار او مزدوري کوي؛ خو ایرانیان یې پیسې یا تنخوا نه ورکوي او د تنخوا د غوښتنې په بدل کې یې ګواښي.
هغه د ماشومانو د زده‌کړو په اړه وایي، په تېرو کلونو کې د افغان کډوالو ماشومان یې په ښوونځي کې نیول؛ خو اوس په ښوونځیو کې د افغان کډوالو په ماشومانو محدودیت د دغو کډوالو پر وړاندې یوه بله ستونزه ده، چې ورسره مخ دي.
د هغه په وینا، نه یوازې دا چې د افغان کډوالو ماشومان په ښوونځیو کې نه نیول کېږي؛ بلکې دغو ماشومانو ته سپکاوی هم کېږي، چې دا د دوی پر روان ډېره بده اغېزه کوي.
د ښاغلي علي‌زاده تر څنګ ځینو نورو کډوالو هم افغانستان انټرنشنل ته په ایران کې له کېدونکو نادودو شکایت کړی او ویلي یې دي، چې ان پر دوی د ډوډۍ اخیستلو په برخه کې هم بندیزونه لګېدلي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې
په پاکستان کې هم افغان کډوال د کډوالۍ له هېڅ ډول حقونو برخمن نه دي، د هغوی د ماشومانو د زده‌کړو، روغتیا او پاملرنې لپاره هیڅ ډول اسانتیاوې نه‌شته او نه هم د هغوی لپاره کاري زمینې برابرې شوې دي. تر ډېره دغه کډوال د سر خوندي کولو په موخه دغه هېواد ته کډه شوي او پټ په پټه درانه کارونه د لږې لاسباړې په لاس ته راوړلو ترسره کوي، یو شمېر یې له بهره د خپل خپلوانو په مرستو ځان چلوي او زیات شمېر یې د درې وخته په ځای د یو وخت په خوړو ګوزاره کوي.
په پاکستان کې هم د ایران په څېر کډوال د پولیسو له‌خوا ځورول کېږي او تر ډېره له بندي کېدو وروسته په زوره خپل هېواد ته اېستل کېږي. هغه افغانان چې دلته یې د وېزو موده ختمېږي؛ نو اړ دي چې د زیاتو پیسو په ورکولو سره خپل ځان او د کورنۍ نورو غړو ته وېزې نوې کړي چې دا کار د هر کډوال په وس نه‌دی پوره.
له بل پلوه له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې بیا د پاکستان حکومت د ویزو د تمدیدېدو لړۍ هم درولې ده، چې له امله یې ګڼ شمېر افغانان ویزې نه‌لري او هره ورځ ځینې یې د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخ کېږي.
په پاکستان کې مېشت ګڼ افغانان بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، چې افغانستان ته د دوی بېرته ستنېدل به د دوی «د مرګ په معنا» وي.

نور خبرونه

رادیو