ټرمپ وايي ګومان کوي پوتین د اوکراین پرسر هوکړې ته چمتو دی

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۳

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ګومان کوي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې هوکړې کولو ته چمتو دی. ټرمپ په یوه راډیويي مرکه کې وویل: «زه فکر کوم هغه (پوتین) به معامله وکړي».

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د هغه اروپايي متحدین هڅه کوي چې د امریکا او روسیې تر منځ داسې تړون رامنځته نه شي چې اوکراین د راتلونکي برید پر وړاندې بې‌وسه پرېږدي.

ټرمپ په یوه راډیويي مرکه کې وویل چې که غونډه ښه پر مخ لاړه، نو له زیلینسکي او اروپایي مشرانو سره به اړیکه ونیسي، خو که بده پایله ولري، نو اړیکه به نه نیسي.

د ټرمپ په وینا، د جمعې د ورځې خبرې د دې لپاره دي چې یوه دویمه ناسته هم د اوکراین په ګډون جوړه شي، خو په وینا یې، «ډاډه نه دی چې سملاسي به اوربند وشي».

پوتین د غونډې تر مخه خپلو لوړپوړو وزیرانو او امنیتي چارواکو ته وویل چې د جګړې او کړکېچ د بندولو لپاره د امریکا هڅې «انرژیکې او صادقانه» دي او که د ستراتیژیکو بریدګرو وسلو د کنټرول په برخه کې هوکړې ته ورسېږي، هدف یې د اوږدمهاله سولې شرایط برابرول دي.

د کرملین یوه مرستیال وویل، چې د اټومي وسلو د کنټرول تر څنګ به اقتصادي اړیکې هم د خبرو مهمه موضوع وي.

اروپايي چارواکي وايي، پوتین ښایي د اټومي وسلو یا سوداګرۍ په وړاندیزونو له اوکراین څخه دټرمپ د پام اړولو هڅه وکړي.

نور خبرونه

رادیو