هند د پنجشنبې په ورځ وویل، هیله لري چې له متحده ایالاتو سره یې اړیکې د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ مخته لاړې شي، څو هغه اندېښنې کمې شي،چې ګواکې اړیکې د واشنګټن د لوړو تعرفو له لګولو وروسته خرابې شوې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا د دفاع د پالیسۍ یوه ډله به سږکال په روانه میاشت کې په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره خبرې وکړي. یاد وزارت ویلي چې له امریکا سره د اړیکو له ستونزو سره-سره د وسلو پېرېدل به پر خپل مهال وشي.
د دواړو هېوادونو تر منځ جوړه شوې نوې ملګرتیا وروسته له هغه له ستونزو سره مخ شوه چې ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ د هندي توکو پر محصولاتو ۵۰ سلنه تعرفه لوړه کړه او دا یې له روسیې څخه د دوامداره تېلو د وارداتو د سزا په توګه یاد کړه.
هند بیا د امریکا دا کړنه دوه مخیزتوب یاد کړی چې یوازې یې د روسیي تېلو د وارداتو په خاطر پر هند لوړه تعرفه ولګوله او دغه تعرفه یې ناعادلانه، بې ځایه او غیر منطقي وبلله.
همدارنګه، هند ویلي چې د اړیکو ګرمښت چې د پېړۍ په پیل کې پیل شوی، په بېلابېلو برخو کې دی او باید یوازې د سوداګرۍ له نظره ونه ګڼل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال د یوې خبري غونډې پر مهال وویل: «دا شراکت له څو مرحلو او ستونزو څخه تیر شوی او موږ هیله لرو چې اړیکې به د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ وړاندې لاړې شي.»
رویټرز تېره اونۍ راپور ورکړی و چې هند د نویو امریکايي وسلو او الوتکو د پېرلو پلان ځنډولی او د هند د دفاع وزیر واشنګټن ته د سفر پلان لغوه شوی.
وروسته د هند حکومت وویل، چې د خبرو د ځنډیدو راپورونه غلط دي.