د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت په یوه رسنیز بلنلیک کې ویلي، چې یاد وزارت پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو د څلورمې کلیزې په مناسبت د هرات د کرخ ولسوالۍ د پاشدان بند د پنجشنبې په ورځ (سبا) په رسمي ډول پرانیزي او ګټې اخیستنې ته یې سپاري.
پاشدان بند د هرات ښار ختیځ ته شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې د همدې ولایت د کرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري. د مسوولو سرچینو په وینا، دغه بند چې ۷۴ متره لوړوالی لري، د ۵۴ میلیونه مترمکعب اوبو د زېرمه کولو، د دوو مېګاواټه برېښنا د تولید او د ۱۳ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.