مارکو روبیو:د لویدیځوالو له لوري د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندنه «تر ډېره بې معنا» ده

۱۹ ساعتونه مخکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه راډيويي پروګرام کې، په راتلونکې میاشت کې د ځينو لویدیځو هېوادونو له لوري د فلسطین هېواد رسمیت پېژندنه «تر ډېره بې معنا» بللې او هغه یې د یادو هېوادونو د داخلي پالیسیو د ملاحظاتو پایله ګڼلې ده.

مارکو روبیو زیاته کړې، د بریټانیا، فرانسې، د اروپا ځينو برخو او اېرلنډ په ګډون دغه هېوادونه د داخلي عمومي افکارو تر فشار لاندې چې په وینا یې «اسراییلي ضد دریځ» یې غوره کړی دغه پرېکړه کړې ده.

هغه همداراز ټينګار وکړ، «د سیمې راتلونکې د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک او د نورو هېوادونو د سیاسي مشرانو په اعلامیو کې نه ټاکل کېږي، بلکې هغه مهال به مشخص شي چې فلسطیني سیمې نور د ترهګریزو سازمانونو تر حاکمیت لاندې نه وي، ځکه اصلي موضوع د اسراییل امنیت دی.»

د امریکا بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې ویلي وو، د فلسطین هېواد د رسمیت پېژندنې لپاره د فرانسې پرېکړې د برمته شویو کسانو د مبادلې طرحه له ماتې سره مخ کړه.

حماس د فرانسې له یادې پرېکړې یوه ورځ مخکې د برمته شویو کسانو د مبادلې لپاره خپله طرحه وړاندې کړې وه، امریکا هم د ولسمشر امانوېل مکرون د پرېکړې له اعلانه څو ساعته وروسته له دوحې خپل مرکچیان واشنګټن ته وغوښتل.

د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په درشل کې یو شمېر اروپايي او غیر اروپايي هېوادونو اعلان کړی، چې غواړي د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.

فرانسه چې د جي۷ ډلې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړې ده لومړنی هېواد شوی چې د فلسطین د رسمېت پېژندنې په تړاو یې خپله پرېکړه په ډاګه کړې، تر هغې وروسته بریټانیا، استرالیا، مالت، پرتګال او کاناډا هم ورته پرېکړې اعلان کړې دي.

نور خبرونه

رادیو