نتنیاهو: په غزه کې به د اوربند داسې تړون کېږي، چې له مخې یې ټول یرغمل خوشې شي

۱۲ ساعتونه مخکې

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د غزې د اوربند وروستۍ هڅې اوس پر داسې یوه ټولیز تړون متمرکزې دي چې له مخې به یې ټول پاتې یرغمل شوي کسان په یو وار خوشې شي.

نوموړي تازه له یوې اسراییلۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې اوس د جزوي اوربند تړون وخت تېر شوی او ادعا یې کړې چې حماس په تېرو ځلونو کې هم دوی تېر اېستلي دي. د راپورونو پربنسټ؛ دا مهال د حماس په ولکه کې ۵۰ اسراییلیان یرغمل دي.

نور خبرونه

رادیو