زیلینسکي له ټرمپ سره په انلاین غونډه کې د ګډون لپاره برلین ته لاړ

۱۱ ساعتونه مخکې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن د چهارشنبې په ورځ برلین ته لاړ، چې د جرمني په کوربه توب د ډونالډ ټرمپ او اروپایي مشرانو په انلاین غونډه کې برخه واخلي. دا غونډه په الاسکا کې د ټرمپ او پوتین له ناستې دوه ورځې مخکې کیږي.

ټرمپ ویلي چې د الاسکا خبرې به «تجربوي» ناسته وي، خو هغه هڅه کوي پر اوکراین د روسیې بریدونه ودروي.

د ټرمپ د تیرې اونۍ څرګندونې، چې په هره معامله کې ښايي د ځمکو تبادله هم شامله وي، په کییف او اروپا کې اندېښنې رامنځته کړې.

زیلینسکي د جرمني له صدراعظم فریدریښ مېرڅ سره ګوري او وروسته به د جرمني، فنلنډ، فرانسې، بریتانیا، ایټالیا، پولنډ او د اروپایي اتحادیې مشران پر دوه بجو انلاین غونډه کوي. د ناټو عمومي منشي مارک روت هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

ټرمپ او مرستیال ولسمشر جې ډي ونس به پر۳ بجو له غونډې سره یوځای شي.

د الاسکا ناستې د اروپایانو اندېښنې زیاتې کړې دي، چې امریکا او روسیه ممکن د اوکراین په زیان پراخې پرېکړې وکړي یا حتا اوکراین نامناسبې معاملې ته اړ اېستل شي.

یوه لوړپوړي اروپايي چارواکي رویټرز ته ویلي، « موږ اوس هڅه کوو ډاډ ترلاسه کړو چې داسې څه پېښ نه شي. له امریکا سره په اړیکه کې یو او په اروپایي اړخ کې متحد پاتې شو. لا هم تر جمعې پورې وخت شته».

اروپایي مشرانو، چې د ټرمپ له نارامۍ اندېښمن دي، څو ځله ویلي چې د هغه هڅې ښه ګڼي، خو ټینګار کوي چې له اوکراین پرته باید هېڅ معامله ونه شي، ځکه روسیې د اوکراین شاوخوا پنځمه برخه اشغال کړې ده.

سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ د اوربند په برخه کې د لوی پرمختګ تمه کمه کړې او د الاسکا د لیدنې هدف یې یوازې د «اوریدلو تمرین» بللی دی.

د ګالوپ تازه سروې ښيي چې ۶۹ سلنه اوکراینیان غواړي جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې پای ته ورسیږي، خو د سروې له مخې دوی د سولې لپاره هرې بیې ته چمتو نه دي.

زیلینسکي له غونډې مخکې وویل چې له ختیځ دونباس سیمې د ځواکونو ایستل د اوکراین لپاره د منلو وړ نه دي، ځکه دا سیمه د دفاعي شبکې لویه برخه ده او روسیې ته به په راتلونکي کې د پرمختګ اسانه لار پرانیزي.

هغه وویل چې د ځمکو مسایل یوازې له اوربند او د اوکراین لپاره له امنیتي تضمینونو وروسته بحث کیدای شي.

نور خبرونه

رادیو