د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون په موخه امریکا ته سفر کوي. د راپورونو پربنسټ؛ مودي به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون سربېره د امریکا له ولسمشر سره هم وویني.
که څه هم په دې اړه زیات جزییات نه دي خپاره شوي؛ خو ښايي دواړه مشران د نوي ډیلي او واشنګټن ترمنځ د سوداګرۍ او تعرفو په سر خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر هندي توکو د امریکا له لوري د تعرفو له لګولو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې یو څه پېکه شوې دي. د ولسمشر ټرمپ ادارې پر هندي توکو په ټولیزه توګه پنځوس سلنه تعرفې ولګولې.