د نیوزیلنډ لومړی وزیر وايي نتنیاهو خپل «عقل له لاسه ورکړی»

۱۴ ساعتونه مخکې

د نیوزیلینډ لومړي وزیرکریسټوفر لوکسون د چارشنبې په ورځ وویل «د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپل عقل له لاسه ورکړی». لوکسن وویل، چې نیوزیلینډ په دې اونۍ کې پر دې غور کوي چې فلسطین په رسمیت وپیژني.

لوکسن د زمري پر ۲۲مه، خبریالانو ته وویل چې د بشري مرستو نشتوالی، د خلکو جبري بې ځایه کول او د غزې نیول ډېر ناوړه دي او نتنیاهو ډېر زیات وړاندې تللی دی.

هغه زیاته کړه: «زه فکر کوم هغه عقل له لاسه ورکړی دی. د غزې پر ښار برید په بشپړ ډول د منلو وړ نه دی».

لوکسن وویل، چې نیوزیلینډ په دې اونۍ کې په دې غور کوي چې فلسطین په رسمیت وپیژني.

د نیوزیلنډ نږدې متحد استرالیا د دوشنبې په ورځ له کاناډا، برېتانیا او فرانسې سره یوځای اعلان وکړ چې په سپتمبر کې به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې فلسطین په رسمیت وپیژني.

بریتانیا، کاناډا، استرالیا او د هغوی څو اروپایي متحدینو د غزې بشري ناورین بې ساری بللی او له اسراییل نه یې غوښتي، چې مرستو ته له محدودیتونو پرته لارې پرانیزي.

اسراییل د غزې د قحطۍ مسوولیت رد کړی او ادعا کوي، چې د حماس وسله وال د مرستو کڅوړې غلا کوي، خو حماس دا ردوي.

نور خبرونه

رادیو